د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۰۹

په سوریه کې د روغې کومې نښې تر اوسه نه لیدل کیږي

په سویس کې د سوریې د سولې لپاره د نړېوال کنفرانس د دوهمې ورځې خبرې پیل شوې خو په دغه هېواد کې د کورني جنګ د اړخونو ترمنځ د روغې کومې نښې نښانې تر اوسه نه لیدل کیږي.

د کنفرانس په پيل کې پرون دواړو اړخونو تندې خبرې وکړې. د سوریې د رژیم استازو د انتقالي حکومت د جوړولو لپاره له واکه د بشارالاسد د لیرې کیدو غوښتنه رد کړه.

ټاکل شوې چې؛ دوي به سبا د جمعې په ورځ په جنیوا کې مخامخ خبرو ته سره کیني. خو هغه شدید اختلاف چې د چهارشنبې په ورځ د دوي ترمنځ څرګند شو د دغو خبرو اترو د امکان په اړه يې شکونه رامنځ ته کړل.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر دغه کنفرانس یوه پروسه وګڼله او ويي ویل چې دا له مخکې معلومه وه چې دغه خبرې به سختې وي.

خو د عربي ټولنې استازي لخضر ابراهیمي هیله څرګنده کړه چې دواړه اړخونه به د یو لړ مسایلو لکه د بشري مرستو رسول، د بندیانو تبادله او د اوربند په هکله سره خبرې وکړي:

"موږ د دغه خونړي جنګ د ختمولو لپاره خبرې کوو. نو ځکه زه فکر کوم چې موږ د ۲۰۱۲ کال د جون د میاشتې په اعلامیه کې یو ډول پلان لرو او موږ به وګورو چی څنګه کولای شو له دغه پلانه موثره استفاده وکړو.

موږ ګمان نه کوو چې دغه خبری به اسانه وي ،خو موږ به سخت زیار وکړو."

کوم پلان چې لخضر ابراهیمي په خپلو خبرو کې ورته اشاره وکړه په سوریه کې د یوه انتقالي حکومت د جوړولو لپاره له واکه د بشارالاسده لیري کیدل غواړي.

په سوریه کې د سولې لپاره کنفرانس چې په سویس کې دایر شوی د روسیي په شمول د څلویښتو هېوادونو او نړېوالو سازمانونو استازي په کې برخه لري.

روسیه د سوریې د رژیم سخت ملاتړ کوي. خو ایران چې د دغه رژیم یو بل ملاتړی دی او پوځي او سیاسي مرستې ورسره کوي په دغه کنفرانس کې برخه نه لري.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ایران ته بلنه لیږلې وه خو وروسته له دې چې تهران اعلان وکړ چې دوي د انتقالي حکومت د جوړولو لپاره د بشارالاسد لیرې کیدل نه مني بانکي مون خپله بلنه بیرته واخیسته .

دغه راز د هغو اسلامي ډلو استازی هم په دغه کنفرانس کې برخه نه لري چې له القاعده شبکې سره ارتباط لري او هم د بشارالاسد درژیم او هم یې د منځ لارو مخالفینو خلاف جنګیږي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشی بانکي مون پرون وویل چې؛ د سوریي د درې کلنې کورنۍ جګړې اړخونه د دغه جنګ د ختمولو لپاره چې تر اوسه ۱۳۰ زره کسان په کې وژل شوي لوی خنډونه په مخ کې لري:

"د دغه جنګ ختمول او سوله راوستل به ډیر سخت وي. موږ د سویس په مونترو ښار کې لومړنۍ کوچنی ګام پورته کړ. موږ به د جمعې په ورځ کله چې سوريي اړخونه خبرو ته سره کینې یو بل ګام هم پورته کړو. د مونږ مخکې پرته لاره ډیره سخته ده خو خپل منزل ته به ورسیږو او باید ورسیږو."

امریکا او دسوریې د رژیم مینځ لارو مخالفینو غونډې ته وویل چې دغه رژیم په ولس باندې دبریدونو له امله خپل مشروعیت له لاسه ورکړی او دسولې د خبرو د هرډول پرمختګ لپاره باید له واکه لیرې شي. خو دسوریي د رژیم بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم دا غوښتنه سمدستی رد کړه او ټول وسله وال مخالف یي تروریستان وګڼل چې دده په وینا دبهرنیو هیوادونو په مرسته سوریه ورانوي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG