د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۸

اسدالله وفا: په کونړ کې د دوو کورنیو پخوانۍ دښمني په دوستۍ بدله شوه


په افغانستان کې د شخړو د اوارۍ کمسیون په دې وتوانیده، چې په کونړ ولایت کې د حاجي محمد ایوب زرین او حاجي تورخان کورنیو ترمنځ پخوانۍ دښمني په دوستی بدله کړي.

د دې شخړې د اوارۍ په موخه جرګه د پنجشنبې په ورځ د ننګرهار په سپينې ماڼۍ کې جوړه شوې وه.

دا دښمني هغه مهال رامنځته شوې وه، چې د کونړ ولایت قومي مخور ملک زرین له څوارلس تنو سره یو ځای په یوه ځان وژونکي برید کې ووژل شو، چې د ملک زرین کورنۍ د دې پېښې شک پرمقابل لوري د حاجي تورخان پر کورنۍ کاوه.

د شخړو د اوارۍ د کميسیون مشر اسدالله وفا وویل، چې د کابل نه له ده سرا راغلي پلاوي او د ننګرهار او کونړ قومي او ولایتي مشرانو له دواړو لورو سره وغږیدل او هغه دښمني، چې له تیرو درېیو کالو راهیسې د یادو کورنیو ترمنځ پرته وه اواره کړي:

"د دې لپاره، چې دا موضوع نوره اوږده نشي، موږ د ننګرهار او کونړ ولایت او ما سره له کابله د راغلي پلاوي په همکاری، دې نتیجې ته ورسیدو، چې د ملک زرین او تورخان ترمنځ د دښمنۍ سپیناوی وشو او دا موضوع د تل لپاره ختمه شوه"

په دې جرګه کې خپله د ملک زرین او حاجي تورخان د کورنیو غړي هم شامل و.

دواړو لوریو د جرګې ګډوالو څخه مننه وکړه، چې د دوي زړه دښمني اواره کړه او ژمنه يې وکړه، چې د جرګې پریکړې ته به درناوی لري او په راتلوونکي کې به هیچا ته د دې اجازه ورنه کړي، چې د دوي ترمنځ ستونزې راولاړې کړي:

"د ملک زرین د کورنۍ غړی: د جرګې له ټولو ګډونوالو نه مننه، چې زموږ ترمنځ يي ناسته وکړه او زه باید ووایم، چې پرموږ د هیچا زور نه وو او خپله راغلو روغې ته کښيناستیدو نو په همدې خاطر ډاډ درکوم، چې په راتلوونکې کې به دې پریکړې ته ژمن يو.

د حاجي تورخان د کورنۍ غړی: زه باید ووایم، چې حاجي صیب زرین کورنۍ سره موږ خپلوي هم لرو، زه یي خوریه یم او خوښ یم، چې زموږ دا دښمني په دوستی بدله شوه او همدې فیصلې ته به ژمن یو."


په افغانستان کې د شخړو د حل کمیسیون چارواکي وايي، چې د ملک زرین او د یوې بلې کورنۍ ترمنځ هم ورته شخړه موجوده ده، چې دوي پرې کار روان کړی دی او په نیږدې وخت کې به یادې کورنۍ هم د یوالي په ټغر سره راټولې کړي.

ننګرهار – شاه محمود شینواری
XS
SM
MD
LG