د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۵۲

م.م وايي، ایران ورته ډاډ ورکړی چې د سوریي په اړه به مثبت رول ولوبوي

د ملګروملتونو سرمنشي وایي، ایران ورته ډاډ ورکړی چې د سوریي د سولې په مقدماتي خبرو کې به مثبت او ګټور رول ولوبوي.

بانکي مون وویل چې ایران ته یي په دې خبرو کې چې د راتلونکي چهارشنبې په ورځ په سویس کې ترسره کېږي، د ګډون بلنه ورکړې ده.

د سوریې مهم اپوزیسیون ویلي چې؛ بانکي مون دې دغه بلنه بیرته واخلي که نه دوي به له دې خبرو ووځي.

د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون وایي، ده ایران ته بلنه ورکړې چې د سوریې د سولې په مقدماتي خبرو کې چې د چهارشنبې په ورځ د سویس په مونتریو کې پیلیږي، ګډون وکړي.

بان وویل، تهران ژمنه کړې چې که په دې خبرو کې ورته د ګډون بلنه ورکړل شي نو به مثبت او ګټور رول ولوبوي.

خو د سوریې د لوی اپوزیسیون یوه ویاند وویل، چې د سوریي ملي ایتلاف به له دغو خبرو ووځي که بان خپله بلنه بیرته وانخلي.

ملي ایتلاف دغه غبرګون څه کم دوه ورځې وروسته له هغې څرګندوي چې له هېواده بهر د سوریې اپوزیسیون د ترکېې په خبرو کې موافقه وکړه چې د سولې په خبرو کې برخه اخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې جین ساکې وویل، دغه بلنه به لغو شوي که تهران په بشپړه توګه د سولې د مخکېني کنفرانس اصول ونه مني چې په سوریه کې د انتقالي حکومت غوښتنه کوي.

بان په نیویارک کې د ملګروملتونو په مقر کې د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې؛ د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په سویس کې د را روانو خبرو پر اساساتو پوه دی چې هدف یې د انتقالي حکومت جوړیدل دي او دا هغه څه دي چې د ۲۰۱۲ کال د جینوا یو کنفرانس په اعلامیه کې پرې تاکېد شوی دی:

"ایران پوه دی چې د دغه کنفرانس اساس د جینوا یو اعلامیه ده او د جینوا دوه کنفرانس اساسي هدف هم دا دی چې د دوه اړخیز جوړ جاړي له لارې یو انتقالي حکومت جوړ شي داسې حکومت چې بشپړ واک ولري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ماته بیا بیا د دې خبرې ډاډ راکړ چې که ایران ته بلنه ورکړل شي نو دوي به په دې خبرو کې ډیر مثبت او ګټور رول ولوبوي."


د ملګروملتونو سرمنشي دغه راز وویل چې ایران د هغو لسو نورو هېوادونو په ډله کې چې د سویس په مونتریو کې د چهارشنبې د ورځې خبرو ته بلل شوي دي، شامل دی.

تر دې خبرو دوه ورځې وروسته به د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم او د سوریې د اپوزیسیون د ډلو ترمنځ رسمي خبرې په جینوا کې د ملګروملتونو په مقرکې ترسره شي.

دا چې د کومو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د سویس په مونتریو هوټل کې یوې ورځنۍ غونډې ته راوبلل شي، دا مساله د روسیې او متحده ایالاتو چې د دغو خبرو نوښتګر دي، په تایید پورې تړلې ده خو د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ په دې اړه چې ایا ایران ته چې د اسد د رژیم پیاوړی ملاتړی بلل کېږي، بلنه ورکړل شي او کنه؟ اختلافات موجود و.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG