د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

فیضي: هیڅ یو هېواد ته به په انتخاباتو کې د مداخلې حق ورنکړو


د افغانستان د جمهوري ریاست چارواکي وایي، هڅه کوي چې په راتلونکو انتخاباتو کې د بهرنیو هېوادونو د لاس وهنو مخه ونیسي.

د جمهوري ریاست ویاند ایمل فیضي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې په تیرو انتخاباتو کې امریکایانو لاسوهنه کوله، خو دا ځل به اجازه ورنه کړي.

خو په کابل کې د امریکا سفارت ټول هغه راپورونه ناسم بولي، چې وایي امریکایي چارواکو د ۲۰۰۹ کال په انتخاباتو کې لاس وهنه کوله.

په همدې حال کې ځيني څيړونکي وایي، افغان حکومت د دې وړتیا نه لري چې په انتخاباتو کې د بهرنیو هېوادونو د لاسوهنو مخه ونیسي.

جمهوري ریاست وایي، امریکایانو په تیرو انتخاباتو کې د لاس وهنو له امله د افغانستان ملي حاکمیت تر پښو لاندې کړ او دا ځل به د هیڅ ډول مداخلو اجازه ورنه کړي.

د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي وایي، په تیرو انتخاباتو کې د امریکا له لاسوهنو څخه دوی ډیر درس اخیستی ، خو اوس داسې هڅې کوي چې د مداخلو له تکرار څخه مخنیوی وکړي.

ښاغلي فیضي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"موږ له تیرې زمانې څخه داسې درس اخیستی چې هیڅکله به هم بهرنیو او کورنیو کړیو ته اجازه ورنه کړو چې په انتخاباتو کې لاسوهنه وکړي، ولسمشر چې د امریکا د ملي امنیت له سلاکارې میرمن رایس سره ملاقات درلود، هلته هم دا موضوع په جدیت مطرح شوه چې د تیرو انتخاباتو لاسوهنو ته په کتو، افغانستان به دا ځل اجازه ورنه کړي چې امریکا په انتخاباتو کې لاسوهنه وکړي."

د جمهوري ریاست د ویاند په باور، امریکا د ۲۰۰۹ کال په انتخاباتو کې د افغانانو څه باندې یو میلیون رایو ته بې احترامي وکړه او د دیموکراسۍ شعار یې هم تر پوښتنې لاندې راوست.

په تیرو انتخاباتو کې یو اعشاریه درې میلیونه رایې باطلې اعلان شوې.
له دې وړاندې خپله ولسمشر حامد کرزي هم ویلي چې د بهرنیانو دلاسوهنو له امله د تیر ځل انتخابات دویم ځل ته ولاړل.

د امریکا د دفاع پخواني وزیر رابرټ ګیټس هم د خپلو خاطراتو په کتاب کې چې په دې وروستیو کې خپور شو، لیکلي، ځینو امریکایي چارواکو د افغانستان په تیرو انتخاباتو کې لاسوهنه کوله.

په دې کتاب کې دا هم لیکل شوي چې امریکا غوښتل د ۲۰۰۹ کال په انتخاباتو کې ولسمشر حامد کرزي له سیاسي صحنې لري کړي.

خو په کابل کې د امریکا سفارت وایي، هغه ټولې ادعاوې ناسمې دي چې ویل کیږي امریکا د افغانستان په تیرو انتخاباتو کې لاسوهنه کوله.

د دې سفارت ویاند رابرت هیلټن ازادي راډیو ته وویل چې ، امریکا په افغانستان کې د آزاداو انتخاباتو غوښتونکې ده او د چا په ګټه او زیان یې کار نه دی کړی.

هیلټن وویل، دوی به په افغانستان له راتلونکو انتخاباتو څخه هم ملاتړ وکړي.

په همدې حال کې ځینې څیړونکي وایي چې افغان حکومت دا وس نه لري چې په انتخاباتو کې د بهرنیو د مداخلو مخه ونیسي.

د دیموکراسۍ د څار موسسې مشر او د انتخاباتو د کمیسیون د دارلانشا پخواني مرستیال ذکریا بارکزي ازادي راډیو ته داسې وویل:

"اوسینو حالاتو کې افغانستان د استخباراتي جنګونو مرکز ګرځیدلی دی، ګانډي او له منطقې څخه لرې هیوادونه غواړي چې په انتخاباتو کې نفوذ ولري، هغه ظرفیتونه چې د افغانستان په ادارو کې موجود دي، دا به ددې مداخلو مخنیوی ونه شي کړای."

د افغانستان د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته ۱۱ تنه کاندیدان دي.

که څه هم جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د بهرنیو د لاسوهنې په اړه اندیښمن دی، خو د ولسمشرۍ کاندیدانو په دې وروستیو کې ټینګار وکړ چې باید د حکومتي چارواکو د لاسوهنو مخنیوي ته هم اقدامات وشي.

راپور: اسدالله "لودین"
XS
SM
MD
LG