د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

انتخاباتو کمیسیون، د اروپایي ټولنې د پلاوي د راتګ هرکلۍ وکړ


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون، کابل ته د اروپایي ټولنې د انتخاباتي نظارت د پلاوي د راتګ هرکلۍ وکړ.

د دې کمیسیون چارواکو د سې شنبې په ورځ ازادۍ رادیو ته وویل، دا اته کسیز پلاوی د انتخاباتو د کمیسیون په بلنه کابل ته راغلی، دوه اونۍ به په افغانستان کې پاتې او د هېواد د راتلونکو انتخاباتو د نظارت لپاره به، له ټولو انتخاباتي ارګانونو سره مشورې وکړي.

بل خوا د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ د دې پلاوی راتګ ته د شک په سترګه ګوري او وایي چې؛ د اروپایي ټولنې څارونکو د افغانستان په تیرو انتخاباتو کې شفافیت ته کار نه وکړي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، د اروپایي ټولنې د انتخاباتو د څارنې پلاوي به ډیر ژر د دې کمیسیون له مسئولینو سره وویني او د هېواد د راتلونکو انتخاباتو د شفافیت د څرنګوالي په هکله به ورسره مشورې وکړي او خپلې تجربې به ورسره شریکې کړي.

د دې کمیسیون ویاند نور محمد نور د سې شنبې په ورځ ازادۍ رادیو ته وویل، یاد پلاوی د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په بلنه کابل ته راغلی او د انتخاباتو د پروسې ټولې خواوې به مطالعه کړي:

"د ټاکنو خپلواک کابل کمیسیون په دې وروستیو کې له اروپایي ټولنې غوښتي و، چې د افغانستان د دوه زره څوارلسم کال انتخابات وویني او ویي څاري.

په هغو هېوادونو کې چې ازاد انتخابات په کې ترسره کېږي د څارنې یو اصل دی.

سربیره پر دې موږ له نورو ملي او نړېوالو مربوطو ارګانو هم غوښتي چې زموږ له انتخاباتو دې لیدنه او څارنه وکړي."


د انتخاباتو د څارنې اروپایي پلاوی به دوه اوونۍ په افغانستان کې پاتې شي.

د افغان چارواکو د معلوماتو له مخې یاد پلاوی به په دې سفر کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون، د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو د کمیسیون او د جمهوري ریاست له کاندیدانو سره وویني او د افغانستان د انتخاباتو په پروسه کې به د اروپایي ټولنې د څارونکو د برخې اخیستنې په هکله خبرې وکړي.

د افغانستان د دوه زره نهم میلادي کال په انتخاباتو کې هم د اروپایي ټولنې د انتخاباتو د څارنې پلاوي برخه اخیستې وه.

خو د انتخاباتو د کمیسیون ځیني پخواني مسئولین ادعا کوي چې؛ د اروپایي ټولنې پلاوي په تیرو انتخاباتو کې شفافیت ته کار نه دی کړی بلکې غیر شفافې مداخلې یې هم کړي دي.

د دې کمیسیون د دارالانشاء پخواني مرستیال ذکریا بارکزي تیره ورځ له ازادی رادیو سره په مرکه کې ویلی چې، د دې ټولنې د پلاوي پخواني مشر "فلیپ ماریون" د تیرو انتخاباتو پر مهال په افغانستان کې د ایتلافي حکومت د جوړیدو وړاندیز هم کړی و.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ چارواکي هم وايي، په تیرو انتخاباتو کې د اروپایي ټولنې څارونکې پلاوي په انتخاباتو کې لاس وهنې کړي او دا ځل هم ورته خوشبینه نه دي.

د دې بنسټ ريیس محمد نعیم ایوب زاده ازادۍ رادیو ته وویل:

"موږ په افغانستان کې د انتخاباتو په هکله اروپايي ټولنې ته زیات خوشبینه نه یو.

دوي غواړي له یوه ځانګړي بنسټ او یوې ځانګړې کړۍ سره کار وکړي، حال دا چې دا پروسه د ډیرو بنسټونو مشارکت ته ضرورت لري.

په خواشیني سره موږ ترې ښه تجربه نه لرو او په راتلونکې کې هم اندیښنه لرو چې اروپایي ټولنه به ترکومه وکړای شي په دې پروسه کې بې پري او صادقانه کار وکړي."


دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د د فتر چارواکو تل ویلي چې په افغانستان کې د ازاد او شفافو انتخاباتو غوښتونکې دي.

اروپایي ټولنه د افغانستان د انتخاباتو له پروسې سره مالي مرستې هم کوي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، د سارک له هېوادونو او د انتخاباتو د پروسې له ګڼ شمېر څارونکو څخه یې هم غوښتي چې د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو څارلو ته دې خپل استازي ور ولیږي.

کميسون دا هم وایي، تر اوسه د رسنیو په ګډون څه باندې سلو ملي او نړېوالو بنسټونو د افغانستان د انتخاباتو د پروسې د څارنې لپاره ځانونه ثبت کړي دي.

بل خوا په افغانستان کې ناامنی هم یوه ستونزه ده او خلک اندیښمن دي چې ایا، ملي او نړېوال څارونکي به د دې انتخاباتو پروسه په شفافه توګه وڅاري او که نه ؟

راپور: خان محمد سیند
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:39 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG