د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۵۸

د یورانیمو د غني کولو په اړه د ایران د پارلمان وړاندیز


د ایران د پارلمان غړیو یو داسې سند پیشنهاد کړی دی چې؛ که چېرې پر ایران نوې بندیزونه ولګول شي، دا هېواد به د یورانیمو د غني کولو اندازه په سلو کې شپیتو ته پورته کړي.

د هغې موافقې په بنسټ چې د نومبر په میاشت کې د ایران او د نړۍ د شپږو ځواکمنو هېوادونو ترمنځ وشوه، ایران ژمنه کړې ده چې د خپل اتومي پروګرام ځیني برخې به بندوي او په مقابل کې به یې نړېوال پر دې هېواد لګیدلي بندیزونه تریوه حده راکموي.

خو د امریکا کانګرس وړاندیز کړی دی چې؛ له دې موافقې څخه د ایران د سرغړاوي په صورت کې باید امریکا پر ایران لا زیات بندیزونه ولګوي.

د ایران خبري رسنۍ وايي چې؛ د ایران د مجلس یا پارلمان یو شمېر غړیو یوه طرحه وړاندې کړې چې؛ په کې د یورانیمو د غني کولو اندازه په سلو کې شپیته پیشنهاد شوې ده.

د ایسنا خبري اژانس د ایران د پارلمان د یو غړي مهدي موسوي نژاد له خولې ویلي، که چېرې مقابل لوري بندیزونه زیات کړي، نوي بندیزونه اعلان کړي او یا د اتمي انرژۍ د لرلو په برخه کې د ایران حق تر پښو لاندې کړي، نو د ایران حکومت په مکلف وي چې دا طرحه عملي کړي او د اراک په اتمي بټۍ کې د شپیتو فیصدو په اندازې د یورانیمو غني کول پیل کړي.

د هغه جوړجاړي په بنسټ چې د نومبر د میاشتې په څلورویشتمه نیټه د ایران او د نړۍ د شپږو ځواکمنو هېوادونو ترمنځ وشو لویدیځو هېوادونو ژمنه کړې ده چې نور بندیزونه به پرایران نه لګوي.

د همدې جوړجاړي له مخې ایران ژمنه کړې چې؛ د یورانیمو د غني کولو اندازه به په سلوکې له پنځو نه پورته کوي.

پردې سربیره ایران منلې چې؛ له دې په لوړه اندازه د غني شویو یورانیمو زیرمې به له منځه وړي.

ایران همدا راز تعهد کړی دی چې؛ د فوردو، نتنز او اراک په اتمي بټیو کې تر دې زیات فعالیت نه کوي.

په دې اړه د ایران پارلمان ته نوې طرحه د پارلمان د سلو غړیو له خوا وړاندې شوې ده خو مخکې له دې چې په قانون بدله شي باید د ایران د پارلمان له خوا چې دوه سوه نوې غړي لري تصویب شي.

د امریکا حکومت په دې باور دی چې؛ له ایران سره د دې هېواد د لانجمن اتمي پروګرام په اړه لنډ مهاله موافقه به د دواړو خواوو ترمنځ د اعتماد داسې فضا رامنځ ته کړي څو د ایران د اتمي پروګرام په اړه پر یو دایمي جوړجاړي سلا وشي.

خو د امریکا د کانګرس یو شمېرغړي پر ایران د نورو بندیزونو غوښتنه کوي.

دوي وايي، لا ډیربندیزونه به پرایران فشار راولي، څو په دې برخه کې یو پراخ جوړجاړي ته چمتو شي.

سره له دې چې ایران ادعا کوي چې؛ اتمي پروګرام یې د سوله ییزو ملکي اهدافو لپاره دی خو لویدیځ هېوادونه ورته د شک په سترګه ګوري او په دې باور دي چې ایران د اتمي وسلې د ترلاسه کولو هڅه کوي.

د ایران او د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو استازي چې؛ په کې امریکا، چېن، روسیه، بریتانیا، فرانسه او جرمني شامل دي د دواړو لورو ترمنځ د شوي موافقې د عملي کېدو لپاره په خبرو اترو بوخت دي، خو دا خبرې د نوې عیسوي کال د رخصتیو له کبله په موقته توګه ځنډیدلې دي.
XS
SM
MD
LG