د ملګرو ملتونو عمومي منشي وايي، د سوریې د سولې د خبرو اترو دویم پړاو د ۲۰۱۴ م کال په جنوري میاشت کې په ژنیو کې ترسره کیږي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي د سوریې د سولې د خبرو اترو د دویم پړاو نیټه د جنورۍ د میاشتې دوه ویشتمه اعلان کړه.
بان کي مون د دوشنبې په ورځ په ملګرو ملتونو کې د وینا پر مهال وویل؛ دا غونډه چې د سویس په ژنیو ښار کې جوړیږي د سوریې د کورنۍ جګړې د ختمولو لپاره د ډیپلوماټیک هواري یو فرصت دی:
”بالاخره او د لومړي ځل لپاره د سوریې حکومت او مخالفان یې، د جګړې د ډګر پرځای د خبرو د میز پر سر له یو بل سره مخامخ کیږي.“
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون وویل چې؛ د دې غونډې هدف د یو انتقالي حکومت پر سره خبرې اترې دي؛ خو نوموړي ونه ویل، چې څوک په دې غونډه کې ګډون کوي.
روسیه غواړي چې ایران هم په دې خبرو اترو کې برخه ولري، خو متحده ایالتونه، د سوریې د رژیم مخالفان او یو شمیر نور لویدیځ هیوادونه د دې کار مخالف دي.
د سوریې ملي ایتلاف چې د حکومت مخالفه ډله ده ؛ویلي، یوازې په هغه صورت کې په دې غونډه کې برخه اخلي چې؛ ولسمشر بشارالاسد له واک څخه استعفا وکړي، هغه څه چې د سوریې حکومت یې نه مني.
اخوا په ژنیو کې د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو او عربي ټولنې استازي احضر براهیمي د دوشنبې په ورځ وویل؛ دا مهال دا او نور چارواکي د دې کنفرانس چې د (ژنیو دوه) په نوم نومول شوی؛ د ګډونوالو پر فهرست په ګډه کار کوي:
”موږ له دواړو خواوو یعنې د سوریې د حکومت او مخالفانو سره په تماس کې یوو. موږ له هغوی غواړو چې، د خپل استازو نومونه زر تر زره او په هیله مندۍ د روان کال له پای ته رسیدو مخکې وټاکي.“
احضر براهیمي همدارنګه زیاته کړه چې؛ د ډسمبر په شلمه نېټه د امریکا د متحدو ایالتونو او روسیې استازي له ملګرو ملتونو سره ګوري او په دې لیدنه کې به د سوریې په اړه د ژنیو د دویم کنفرانس د ګډونوالو لیست وروستۍ بڼه خپله کړي.
په سوریه کې له دوه نیمو کلونو راهیسې کورنۍ جګړه روانه ده چې؛ تر اوسه پورې په کې تر سل زرو زیات کسان وژل شوي او په میلونونو نور له خپل هیواد څخه کډه کېدو ته اړه شوې دي.