د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۹

په نورستان کې د دوو قومونو سل کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه


د یوناما په مرسته په نورستان کې د دوو لویو قومونو پخوانۍ دښمني په دوستۍ بدله شوه.

له تېرو درې ورځو راهیسې په جلال اباد کې د یوناما دفتر د کارکوونکو په هلو ځلو د نورستان د کامدیش او پشتوز لویو قومونو ترمنځ د څه باندې سل کلنې جګړې د روغې جوړې خبرې روانې وې چې؛ اوس دواړو ښکيلو قومونو یو بل سره خبرو اترو ته غاړه کېښوده.

د یوناما کارکوونکي ډاکټرسیال ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې؛ له تېرو یوسلو پنځه ویشت کلونو راهیسې د دغو دواړو قومونو ترمنځ دښمني پرته وه چې؛ له تېرو شپاړلسوکلونو راهیسې دې دښمنۍ لاپسې زور اخیستی و او په سلګونو خلکو ته په کې مرګ ژوبله هم اوښتې وه.

نوموړی وايي، چې اوس دواړه غاړې روغې جوړې ته تیارې شوي او یو بل ته يې د دوستۍ غاړې هم ورکړې:

"موږ په تېرو دریو ورځو کې د هغې جرګې کوبه توب کاوه چې؛ له تېرو یوسلوپینځه ویشت کلونو راهیسې په نورستان کې قومي دښمني وه؛ دوی اوس دې ته اماده شول چې؛ سوله وکړي او تاسې ولیدل، چې یوبل ته يې غاړه ورکړه او د دوی وروستي پرېکړه شوې چې؛ د محکمې وسیقه هم جوړه شوې ده؛ هغه به لنډ وخت کې، چې د دواړو غاړو ټول مشران ځوانان موجود وي اعلان شي."

د ښکیلې غاړې یوه قومي مشر ازادۍ راډیو ته وویل چې؛ د دغه دښمنۍ له امله دواړو غاړو په ډاډه زړه تګ راتګ نه شو کولای او دارنګه د دوی سیمې د هر ډول پرمختګ نه شاته پاتې وې.

نوموړی وايي، د دوی د دې دښمنۍ له امله تر اوسه د دوی په سیمه کې د پوليو ضد واکسین هم نه دی ترسره شوی او هيله يې ښکاره کړه چې، د یوناما اداره او نور اړوند ارګانونه په ګډه هغه پریکړه، چې اعلانوي هغه عملي کړي او د بدبختۍ دغه ټغر د دوی له قومونو څخه ټول شي:

"دغه دښمني، چې د اوبو د ویالې له امله رامنځته شوې وه او ګڼ شمېر مړه او ژوبل شول زموږ له جارواکو او په خاصه توګه له یوناما ادارې نه غوښتنه دا ده، چې وروستۍ پریکړه هم اعلان ژر اعلان کړی چې؛ په دې سیمه کې د پرمختګ لړۍ شروع شي."

د یوناما دفتر کارکوونکي وايي، چې له دواړو غاړو څخه واک اخیستل شوی او په ډير لنډ وخت کې به هغه پریکړه، چې د محکمې له خوا هم تاييد شوې اعلان شي.

د ویلو ده، چې له دې وړاندې څو ځلې د سولې شورا، قومي مشرانو او دولتي چارواکو د دغو دوو قومونو ترمنځ د روغې جوړې خبرې پيل کړې وې، خو عملي نشوې او دا ستونزه همداسې پر ځای پاتې وه.

راپور: شاه محمود شينواری - ننګرهار
XS
SM
MD
LG