د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۲۲

هیګ: بشارالاسد په راتلونکي حکومت کې ونډه نشي لرلی

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیام هیګ وایي، د سوریې ولسمشر بشارالاسد په راتلونکي حکومت کې ونډه نشي لرلی.

نوموړی پرون په لندن کې د سوریې د دوستانو د ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې کوربه و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري خبرداری ورکړ چې؛ د سوریې کورنۍ جګړه یواځې د دی هېواد د کیمیاوي وسلو په له منځه وړلو نشي هواریدی.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر وایي، لویدیځ او غرب ډيپلوماتانو موافقه وکړه چې؛ د سوریې ولسمشر بشارالاسد په راتلونکې حکومت کې هیڅ رول نشي لوبولی.

ویلیام هیګ دا څرګندونې پرون په لندن کې د سوریې د دوستانو د ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو سره له کتنې وروسته وکړې.

دا غونډه د دې لپاره جوړه شوې وه چې؛ د دې ډلې غړي وهڅوي چې راتلونکې میاشت په جنیوا کې د سولې په مهم کنفرانس کې ګډون وکړي:

(موږ موافقه وکړه چې؛ په ګډه او یو موټی به د ملګرو ملتونو په مشرۍ د جینوا دوه د سولې د کنفرانس د عملیې تر شاه دریږو.

دا کنفرانس باید د دوه اړخیز توافق له لارې یوه انتقالي واکمنه اداره چې؛ بشپړ اجرایوي صلاحیتونه ولري، رامنځ ته کړي.

په دې اړه د جینوا د ۲۰۱۲ کال د جون په اعلامیې کې موافقه شوې وه. دوه اړخیز توافق په دې مانا چې یواځې او یواځې د سوریې ملي ایتلاف په موافقه دغه اداره رامنځ ته کیدای شي.

په دې توګه ولسمشربشارالاسد د سوریې په راتلونکې حکومت کې هیڅ ونډه نشي اخیستی.)

د سوریې ملي شورا چې د مخالفینو د ملي ایتلاف یوه مهمه ډله ده، مخکې له مخکې ویلي چې نه غواړي په دې کنفرانس کې چې د جینوا دوه په نوم یاد شوی، ګډون وکړي.

د نومبر ۲۳ د دغه کنفرانس لپاره یوه احتمالي نیټه تعین شوې ده.

د سوریې ملي شورا دغه راز د هرډول موافقې دمخه له قدرته د بشارالاسد د لیرې کیدوغوښتنه کړې ده.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر د سوریې پرملي ایتلاف غږ وکړچې له ستونزو سره سره چې دغه ایتلاف ورسره مخام دی، د جنیوا په دوهم کنفرانس کې ګډون وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري چې په لندن کې د سوریې د دوستانو د ډلې په غونډه کې برخه اخیستې وه، خبریالانو ته وویل چې دا ضروري ده چې د سوریې د جګړې دواړه خواوې د خبرو میز ته کښیني که نه دا هیواد به له داخله منفجر شي.

د سوریې ولسمشربشارالاسد د دوشنبې په ورځ وویل چې؛ غواړي په ۲۰۱۴ کال کې بیا ځان د جمهوری ریاست څوکۍ ته کاندید کړي او دی هغه عوامل نه ویني چې د جینوا کنفرانس به بریالی شي.

پرکري او هاګ سربیره د لندن په خبروکې د مصر، فرانسې، جرمني، ایتالیا، اردن، قطر، سعودي عربستان، ترکیې او عربي متحد اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی و.

په داسې حال کې چې نړیوال پلټونکي په سوریه کې د کیماوي وسلو د له منځه وړلو کارته دوام ورکوي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه رازخبرداری ورکړچې په سوریه کې په بشپړه توګه د کیماوي وسلو له منځ وړل نشي کولای چې په دې هیواد کې کورنۍ جګړه پای ته ورسوي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG