د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۳

ایران ته د امریکا جعلي سوغات


د امریکا او ایران تر منځ له څه باندې پنځه دیرش کلونو راهیسې اړیکي ترینګلي دي او د دغو هیوادو تر منځ اعتماد او اعتبار هم کمزوری شوی دی.
دغه بې اعتبارې په وروستیو کې یو ځل بیا هغه وخت څرګنده شوه چې امریکا د ایران ولسمشر ته یو سوغات ورکړ او یو شمیر لرغون پیژندونکو وویل چې دا تحفه جعلي ده.
د ایران ولسمشر حسن روحاني ته چې کله تیره میاشت له نیویارکه تهران ته ستنیده امریکا یو لرغونی اثر ورکړ.
دغه اثر د سپینو زرو یو جام دی چې د نیمګړی زمري په بڼه جوړ شوی دی. د دې جام بیه شاوخوا یو میلیون امریکایي ډالره اټکل شوی او ویل شوې دي چې دوه زره اووه سوه کاله پخوانی دی چې د ایران له لویدیځه د لُرستان له کلماکره ترلاسه شوی دی.
خو اوس یو شمیر لرغون پیژندونکي وایي چې دغه اثر جعلی دی. د امریکا د ګمرک چارواکو څرګنده که چې دغه لرغونی جام یې په دوه زره دریم کال کې له یوه ایراني ضبط کړی و چې د لرغونو کارونو کاروبار یې کاوه او تر اوسه یې په نیویارک کې ساته.
د ایران د لرغونو اثارو د بنسټ پخوانی مشر حمید باقي وایي، پرته له څه شکه چې دغه اثر جعلی دی:
« لومړی خو له دغه شکله معلومیږي چې تقلبی دی، ځکه چې دغه شکل د ایران په لرغونو اثارو کې نه لیدل کیږي، دوهم له هنري اړخه چې کوم شکل لري، تیربیرځایونه لري او کوم جنس چې لري په عمومي ډول یې جعليتوب مشخص دی»
امریکایی لرغون پیژندونکی اسکار وایت موسکاریلا هم چې پخوا په نیویارک کې د متروپولیټن د موزیم مسوول و، د دغه تاریخي اثر پر اصلیت باور نه لري.
موسکاریلا په یوې مقالې کې چې تیرکال یې خپره کړه، ولیکل، که چا د دغه تاریخي اثر عکس ته یو نظر کتلي وای نو پوهیده چې هغه رښتونی نه دی.
موسکاریلا په نولس سوه شپیتمو میلادي کلونو کې په ایران کې د لرغونو اثارو د موندنې لپاره کیندنې کولې ، ده په خپله مقاله کې حسن روحاني ته د امریکا د سپارلي اثر په اړه لیکلي دي چې دا یو نوی ایرانی اثر دی چې عمر یې تر څوارلس کاله نه اوړي.
د ایران د لرغونو اثارو د بنسټ پخوانی مشر حمید باقي څرګنده کړه چې تور بازارونه د ایران له لرغونو جعلي اثارو ډک دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سپتمبر په ۲۵ په یوې اعلامیې کې وویل چې د امریکا لپاره دا د خوښۍ ځای دی چې بیرته د ایران خلکو ته یو لرغونی اثر سپاري.
تر اوسه د ایران حکومت د دې اثر په اړه اعلامیه نه ده خپره کړې.
XS
SM
MD
LG