د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۷

د انتخاباتو يو کارډ په دوه- درې سوه افغانۍ خرڅېږي


په داسې حال کې چې دافغانستان دجمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو راتلونکو انتخاباتو ته لا څو میاشتی پاته دي او ددغو انتخاباتو دامنیت په اړه جدي اندیښنې شته.

په ځینو سیمو کې درای ورکولو دکارټونو خرڅلاو هم پیل شوی چې چارواکي او څارونکي یې اندیښمن کړي دي.

سید ګل چې کوټې ته دننه شو په شایې یو پنډ تړلی وو. چې کښیناست او خپل څادر یې وغوړاوه نو درایو سلګونه کارټونه په کې وو. په مسکایی وویل : څومره دې په کار دي؟

سید ګل د ډیرو نورو کسانو په څیر خپل کاروبار پریښی او دانتخاباتو دکارټونو داخیستو او پلورلو یا په بل عبارت د راتلوکي کال دانتخاباتو دنتایجو خرڅولو ته یې مخه کړې.

سید ګل چې دننګرهار په مارکو کې یې دمستريتوب دکان درولوده وایی په کلیو او بانډو کې د رایي ورکولو کارټونه هریو په سل افغانۍ اخلي او دکاندیدانو دکمپاین په مشرانو یې په دوه نیم یا درې سوه پلوري.

سید ګل وايی په هریوه کارټ کې دومره پیسې ګټي چې دیوه خوراک کباب او قابلي او هم ورسره دیوه بوتل کولا بیه پرې کړي.

په داسې حال کې چې انتخاباتو ته څومیاشتې پا ته دي ، درایو دکارټونو خرڅلاو ګڼ شمیرکاندیدان اندیښمن کړي دي.

که چیرې داسې انتخابات ترسره شي چې د ۲۰۰۹ کال له انتخاباتو په کې زیاتې درغلۍ وشي نوګټه به یې طالب یاغیانو ته ورسیږي.

عزیز الله لودین چې دتیرو انتخاباتو په مهال دانتخاباتو د کمیسیون مشر وو او اوس يې پخپله ځان کاندید کړی وايي:

،،کله چې خلک دیوې مړۍ ډوډی لپاره درای ورکولو کارټونه پلوري او اخلي ددی معنی داده چې دافغانستان په ولسواکي سودا کیږي .،،

امریکا او متحدین یې چې دطالبانو درژیم له پرځولو وروسته يې په تیرو یوولسو کلونو کې په افغانستان کې دولسواکۍ دقایمولو لپاره کوشش کړی ډیرسخت لیواله دي چې له دغه هیواده دبهرنیو عسکرو له وتلو مخکې د راتلونکي کال انتخابات ددوی دزیارونو له ټولو لویه لاس ته راوړنه وي.

په دغو انتخاباتو کې بریالی کس به دجمهور رییس حامد کرزي ځای ونیسي چې دقانون په اساس دریم ځل ځان نه شي کاندیدولای.

دجمهور رییس ورور قیوم کرزی ، پخوانی بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول ، بل پخواني بهرنیو چارو وزیر عبدالله عبدالله ، دانتقال د کمیسیون پخوانی مشر ډاکتر اشرف غنی احمدزی ، او د ولسي جرګې مشهور غړی عبدالرب رسول سیاف دراتلونکو انتخاباتومهم کاندیدان دي.

ځینې کاندیدان او ددوی ملاتړي دنولسوه نوي کلونو په جګړو کې سره جنګیدلي هم دي.

څارونکي وايي د ۲۰۰۹ کال د انتخاباتو په مهال د مخالفینو ګواښونه دپراخو درغلیو سبب شول.

توماس روتیګ ، دافغان څیړونکودشبکې یو موسس وایي :،، دتیرو انتخاباتو په مهال یوه ډله کسان چې ویل یې مونږ طالبان یو دافغانستان په ختیځ کې درایو یو مرکز ته داخل شول ، صندوقونه تش وو، ټول خلک وتښتیدل .کله چې خلک او چارواکي بیرته ستانه شول نو ویې لیدل چې صندوقونه له رایو ډک شوي دي. ،،

په داسې حال کې چې د۲۰۱۴ کال د انتخاباتو دکاندیدانو دثبت نام مرحله څو ورځې مخکې پای ته ورسیده ، درایو دکارټونو خرڅلاو هغه بهرني دیپلوماتان چې دخپلو حکومتونو لپاره دغه انتخابات څاري هم اندیښمن کړي دي.

دافغانستان دستراتیژیکو څیړنو دانستیتیوت مشر داوود مرادیان وايي په داسې حال کې چې دا نه شي ویل کیدای چې دتیرو انتخاباتو په مقایسه به په راتلونکو انتخاباتو کې څومره درغلۍ وشي خو دا څرګنده ده چې امنیتي نیمګړتیاوې راتلونکو انتخاباتو ته یو لوی ګواښ دی.

هغه وايي دتیرو انتخاباتو امنیت یو څه د ډاډ وړ وو ، خو له بهرنیو ځواکونو افغان قواوو ته دمسولیتونو انتقال او له هیواده دځینو بهرنیو عسکرو وتلو دراتلونکو انتخاباتو امنیت په اړه جدي اندیښنې را مینځ ته کړي .

په داسې حال کې چې حکومتي چارواکي سخت زیار باسي چې درایو دکارټونو دپلورلو مخه ونیسي د سید ګل په څیر کسان دافغانستان په ځینو لویو ښارونو کې دغه کاروبارکوي.

اختر محمد اجمل په ننګرهارکې دانتخاباتو د کمیسیون دڅانګې مشر د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې په دې وروستیو کې یې د مهنمد درې د ولسوالۍ د انتخاباتی ټیم ټول کارکوونکي ځکه لیرې کړل چې تقلبی لستونه یې جوړول او کارټونه یې ورکول .

درویترز خبري آژانس رپوټ وايي په کندهار کې پولیس د رای ورکوونکو دلیستونو په غلا کې لاس لري او په قندز کي کارټونه دیوې بوجی وریژو او یا کچالو په مقابل کې پلورل کیږي.

دانتخاباتو دخپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نور درویتر خبري آژانس ته ویلی دي :

،،موږ درای ورکولو دکارټونو له خرڅلاوه خبر اوسخت پرې اندیښمن یو خو د درغلیو د معلومولو او مخنیوي لپاره ځانکړي اقدامات لرو. ،،
XS
SM
MD
LG