د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۲۲

جان کري او سرګي لاوروف د سوريي په اړه وغږیدل

د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو نن په خپله کتنه کې د سوریې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو د پلانونو د پرمختګ په اړه خبرې وکړې.

په همدې حال کې د کیمیاوي وسلو د مخنیوي د یوې نړېوالې ادارې مفتشانو تراوسه د سوریې ځینې کیمیاوي وسلې ویجاړې کړي او ویلي یې دي چې دا کار به په راتلونکو څو ورځو دوام وکړي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر جان کري نن وویل، په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړو پرونی پیل شوی بهیر یوښه پیل دی.

ده زیاته کړه چې؛ د ولسمشر بشاراسد رژیم باید د امریکا او روسیې د توافق د عملي کولو په خاطر وستایل شي.

د ملګروملتونو امنیت شورا د سپټمبر په ۲۸ مه د هغه سند له مخې چې امریکا او روسیې تېره میاشت توافق پرې وکړ یو پرېکړه لیک چې د سوریې د کیمیاوي وسلو د ویجاړولو غوښتنه پکې شوې او په سوریه کې د سیاسي انتقال پلان تصویب کړل.

کري د اندونیزیا په بالي ټاپو کې د آسیا پسفیک د سرمشریزې په څنډه کې له خپل روس سیال سره ترکتنې وروسته وویل:

"دا هم کوچنۍ خبره نه ده چې په نیویارک کې د دې پرېکړه لیک له تصویب وروسته په څو ورځو کې نړیوال مفتشان په سوریه کې، په ساحه دي او اوس مهال د کیمیاوي وسلو د له مینځه وړو په حال کې دي.

دا کار عملا پیل شوی او پرون د توغندیو سرګلولې او ځینې نور وسایل له مینځه یووړل شول."


کري وویل، ده او سیرګي لاوروف موافقه کړې ده چې په سوریه کې د سولې د ټینګښت په اړه د بحث لپاره د نړیوال کنفرانس نېټه باید ژرترژره وټاکل شي. کري زیاته کړه چې دا کنفرانس ښايي د را روانې نوامبر میاشتې په دوهمه اونۍ کې جوړ شي:

"موږ پر دې موافقه وکړه چې؛ د پوځي حل لاره ممکنه نه ده. زموږ ګډه ګټه په دې کې ده چې افراطیت، د سوریې د کړکېچ په یوه اړخ کې هم پراخ دریځ خپل نشي کړای او ځکه خو موږ نن یوځل بیا له ډېرو مشخصو هڅو سره ژمنه وکړه چې د ژنیو پروسه باید څومره چې امکان لري چټکه پرمخ ولاړه شي."

د روسیې د بهرنیوچارو وزیر وویل چې هېواد به یې تر وسې وسې هڅه وکړي څو دا خبره یقیني کړي چې ولسمشر اسد به د سوریې د کیمیاوي وسلو د له مینځه وړلو په برخه کې د امنیت شورا پرېکړه لیک خامخا عملي کوي.

پرون په داسې حال کې چې د سوریې دولتي سرتېرو د ځانګړو وسایلو په کارولو سره د توغندیو د سرګلولو او د الوتکو د بمونو په ګډون کیمیاوي وسلې له مینځه وړلې د کیمیاوي وسلو د مخنیوي د نړیوالې ادارې OPCW د کارپوهانو یوې ډلې پر دوی څارنه کوله.

OPCW په یو بیان کې وویل چې؛ دا بهیر به په راتلونکو څو ورځو کې هم دوام وکړي.

ولسمشراسد پرون له یوې دولتي ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، د سوریې رژیم د کیمیاوي وسلو تولید په نولس سوه اتیایمو کلونو کې په دې هدف پیل کړ چې د سوریې اواسراییلو ترمینځ په دودیزو وسلو کې تخنیکي واټن له مینځه یوسي.

سوریې وروسته له هغه د خپلو کیمیاوي وسلو د زېرمو له ویجاړولو سره موافقه وکړه چې؛ امریکا دمشق ته نژدې، د اګست په ۲۱مه نېټه د سارین ګاز د یوه برید له وجې د سوریې د ژریم پرضد د انتقامي حملې ګواښ وکړ.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG