د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له سوریې غوښتي دي چې؛ هغو خلکو دې د مرستو د رسولو د لارو پرانیستل تضمین کړي، چې د جګړو په سیمو کې محاصره شوې دي.
د امنیت شورا د چارشنبې په ورځ په دې اړه یوه اعلامیه تصویب کړه. د ملګرو ملتونو د بشري څانګې مشر له نورو هېوادونو هم وغوښتل چې؛ د سوریې د کډوالو او جګړه زپلو سره د مرستې په برخه کې له سخاوت څخه کار واخلي.
په ملګرو ملتونو کې د سوریې استازي وویل، هېواد یې چمتو دی چې اړو خلکو ته د مرستو د رسولو له پروګرام سره مرسته وکړي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د چارشنبې په ورځ یو پریکړه لیک تصویب کړ چې له مخې یې د سوریې له حکومت څخه غوښتل شوې دي چې؛ هغو اړو خلکو ته دې د مرستو رسولو لارې پرانیزي چې د جګړو په سیمو کې ایسار پاتې دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا په اعلامیه کې همدا رنګه د سوریې د پولې دواړو غاړو ته د مرستو د رسولو یادونه شوې ده.
په اعلامیه کې د سوریې له حکومت او نورو ښکېلو خواوو غوښتل شوې دي چې؛ پر داسې اقداماتو کار وکړي چې له مخې یې اړو خلکو ته د مرستو رسولو په برخه کې د ملګرو ملتونو هلې ځلې یوې نتیجې ته ورسیږي.
د ملګرو ملتونو د بشري څانګې مشرې میرمن ولیري اماس د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا په غونډه کې وویل:
”په سیمه کې باید موږ هم د مهاجرو او هم د هغو هېوادونو څخه چې د سوریې د مهاجرو کوربه دي، د پراخ او منسجم ملاتړ شاهد و اوسو.
هیلمن یوو چې غړي هېوادونه به دې ژمنې ته په روښانه توګه پاملرنه وکړي او له لا ډیر سخاوت سره به اقدام وکړي، د مرستو یو منظم بهیر، د مرسته کونکو لپاره د مرستې رسونې زمینه برابروي او د اړو خلکو سره د مرستو د دوام لاره پرانیزي.“
که څه هم د سوریې حکومت ویلي دي چې؛ د ګاونډیو هېوادونو د مرستې رسونې د ماموریتونو مخالف دي چې د دوی په وینا یاغیانو ته یې مرستې رسیږي، خو په ملګرو ملتونو کې د سوریې استازي بشار جعفري وویل چې؛ هېواد یې د مرستې رسونې د پروګرام ملاتړ کوي:
”زما حکومت تر اوسه هم په بشپړه توګه ژمن دی چې د اړتیا وړ بشري مرستو د رسونې پروګرام په بشپړه توګه عملي شي.
موږ له میرمن ولیري اماس سره بشري مرستو ته د ځواب پنځم پلان لاسلیک کړی دی او مخکېنیو پلانونو ته هم په بشپړه توګه درناوی لرو او پلي کېدو ته یې ژمن یوو.
د سوریې حکومت د سوریې خلکو ته هرځای چې وي د مرستې رسونې د ډله يیزو هڅو یوه برخه دی.“
ملګري ملتونه وايي، د دې کال تر پای پورې ممکن د سوریې د مهاجرو شمېر درې میلونو او د کورنیو بې ځایه شویو شمېر شپږ میلونو کسانو ته ورسیږي.