د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۴

افغانستان له کينيا نننۍ ٥٠ اووريزه لوبه وګټله


د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم د کينيا ملي لوبډلې ته په يوه ورځنۍ لوبه کې په شارجه کې په اتو ويکټو ماتې ورکړه.

دا لوبه افغانستان ته ډيره مهمه وه ، ارزښت يې په دې کې و، که چيرته افغان ډله بيا د جمعې په ورځ هم په عربي متحد اماراتو کې له کنينا بله يوه ورځنۍ لوبه وګټي د دوه زره پنځلسم کال نړيوال جام لوبو ته به لاره پيدا کړي.

ټاکل شوې ده چې نړيوال جام لوبې په نيوزيلنډ او استراليا کې د دوه زره پنځلسم کال د فبروري او مارچ په مياشتو کې ترسره شي.

په شارجه کې په ننۍ لوبه کې لومړي بيټينګ کينيا وکړ او په ۳۸ اوور کې يې ټول ټيم د ۸۹منډو له جوړيدو سره اوټ شو.

د افغانستان له لورې حميد حسن د مخالفې ډلې څلور لوبغاړي وسوځول او په لسو اورونو کې يې ۱۹ورکړې. د افغانستان له لورې بل بريالي باولر سميع اله شينواري او شاپور ځدراڼو ول چې هر يوه د کينيا دوه دوه لوبغاړي له مخه لرې کړل.

حمزه هوتک او رحمت شاه بيا يو يو ويکټ واخيست.

د ۹۰ منډو هدف ته افغانان په اتلسم اوور کې ورسيدل. د افغانستان له لورې د پيل لوبغاړو نوروزمنګل او محمد شهزاد ښه ولوبيدل. نوروز منګل ۵۲ منډې وکړې او تر پايه پاتې شو، خو محمد شهزاد ۳۳ منډې وکړې او اوټ شو.

د شهزاد سربيره حشمت اله شهيدي بل افغان لوبغاړي و چې په سفر وسوځيد.

په ننۍ لوبه کې نورزمنګل چې په پيل کې ورو لوبيده او پکار و چې داسې وکړي، ځکه چې د ۹۰ منډو هدف ډير لنډ هدف و، خو وروسته بيا نورز منګل تيز شو او په يوه اوور کې يې درې ځلې سر پر سر شپږيزې جوړې کړې بيا يې په اخره کې هم لوبه د شپږو نومره په اخيستو پاي ته ورسوله.

افغانستان د دوشنبې په ورځ هم په شارجه کې د کينيا لوبډلې ته سخته ماتې ورکړه، هغه لوبه د ۲۰ اورونو وه او افغان ډلې د ۱۰۶ منډو په توپير ګټلې وه.

اوس که چيرته افغان ډله د جمعې په ورځ له کينيا مسابقه وګټي، نو د ۲۰۱۵ کال د پنځوس اورونو په نړيوال جام لوبو کې به د ګډون حق پيدا کړي
XS
SM
MD
LG