د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

افغانستان په کرکټ کې کينيا ته ماتې ورکړه


نن شپه (د دوشنبې په شپه) په شارجه کې د افغانستان او کينيا ترمنځ د کرکټ شل اووريزه نړيواله سيالي وشوه.

پچه افغانستان وګټله او کينيا ته يې په شلو اوورونو کې د خپلو ٦ لوبغاړو په سوځېدو سره د ١٦٣ منډو هدف وټاکه.

کينيا ونه توانېد چې هدف پوره کړي، په پرله پسې توګه د خپلو لوبغاړو په سوځېدو سره تر فشار لاندې راغله. د افغانستان په وړاندې يې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په اتلسم اوور کې يوازې ٥٦ منډې وکړې.

د افغانستان او کينيا ترمنځ نننۍ لوبه دوستانه وه. د افغان لوبغاړو توپ اچونه په کې ډېره د ستاينې وړ وه. حميد حسن د مسابقې غوره لوبغاړى وبلل شو.

د دويمې نيمايي په پيل کې حميد حسن په لومړي اوور کې د کينيا دوه لوبغاړي يو په بل پسې وسوځول، يو لوبغاړى د شاهپور ځدراڼ له خوا وسوځول شو. دې مسئلې له پيله د کينيا د لوبډلې روحيه کمزورې کړه.

په شپږم اوور کې ميرويس اشرف هم دوه لوبغاړي په پرله پسې توګه وسوځول.

د اکټوبر تر یوولسمې نیټې پورې به افغانستان او کينيا پنځه ځلې خپلو کې مسابقې وکړي.

له دې جملې څخه دوه یوه ورځنۍ لوبې د افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري؛ ځکه که افغان ټیم یې وګټي نو نړیوال جام ته به لاره ومومي.

د دې لوبې کوربه توب د افغانستان د کرکټ بورډ پر غاړه و.
XS
SM
MD
LG