د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۲۳

د سوريې په اړه پرېکړه ليک تصويب شو

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په اکثریت راییو نن په زیاتو راییو د هغه پریکړه لیک طرحه تایید کړه چې پر سوریه د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو مسولیت وراچوي.

د پریکړه پر اساس ، سوریه باید د دې مسولیت د نه ترسره کولو د عواقبو مخامخ شي چې د امنیت شورا په یوه جلا پریکړه لیک کې به تصویبیږي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر جان کري نن وویل چې د پریکړه لیک تصویبیدل د پلوماسۍ قوت څرګندوي چې د جګړې لپاره تر ټولو ناوړه وسله د منځه وړي.

جان کري زياته کړه :

موږ اول وار دلته راغونډ شوي یو او د کیمیاوي وسلو استفاده چې د ملګرو ملتو سازمان ډيره موده مخکې د انساني کارونو له چوکاټه ایستلی وه ، په هر ځاي کې، تر هر ډول شرایطو لاندې او په هر وخت کې چې کار ورڅخه اخیستل کیږي د ټولې نړۍ امنیت او ثبات ته خطر ګڼو . موږد ولسونو د یوې ټولنې په توګه پر خپل مسولیت او دې تعهد ټینګار کوو چې باید د هغو بې دفاع خلکو ملاتړ وکړو چې هره ورځ د هغو کسانو په ویره کې اوسي چې ښايي د کیمیاوي وسلو څخه کار واخلي او د مجازاتو څخه ځان خوندي کړي“

ولسمشر بارک اوباما د ملګرو ملتونو دا پریکړه لیک د نړیوالې ټولنې لپاره یو ستر بری بللی وو چې سملاسي د عملي کیدو وړ دی او قانونی اعتبار لري.

د روسیې د بهرنیوچارو وزیر سرګې لاوواروف ویلي چې د امنیت شورا د دې پریکړه لیکه د سرغړونکو د مجازات لپاره د لازمو ګامونو پورته کولو ته تیاره ده .

په ملګرو ملتونو کې د سوریې سفیر بشارجعفري ویلي چې ترکیه ، سعودی عربستان ، فرانسه ، قطر او امریکا باید د دې پریکړه لیک درناوی وکړي او د بشارالاسد د رژیم د مخالفینو سره د مرستې په صورت کې باید مسول وګڼل شي .

د ملګرو ملتو عمومي منشي بان کي مون هیله څرګنده کړې چې ستر قدرتونه به د را روان نومبر په میاشت کې د سوریې د وضعیت په اړه د سولې یو کنفرانس جوړ کړي.

په دې سازمان کې د سوریې استازي ویلي چې د اسد حکومت په بشپړ ډول د جنیوا په کنفرانس کې ګډون ته تیار دی .

د رژیم مخالفینو هم د سولې لپاره په دې کنفرانس کې د ګډون موافقه کړې ده .

په امنیت شورا کې ننۍ رایګیري په دې اړه د روسې او امریکا ترمنځ د څو اونیو تاوده سیاسي بحثونه پاي ته ورسول.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG