د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۸

تېره لسيزه د تجارو ښځو لپاره له پرمختګونو ډکه وه


په تېره لسيزه کې په افغانستان کې د ښځو تجارتي چارو ډېر پرمختګ کړى دى. د کاناډا ګلوب اېنډ مېل ورځپاڼې په دې اړه يوه مقاله خپره کړې او دا پرمختګ يې يوه مثبته لاسته راوړنه ګڼلې ده.

راتلونکى ميلادي کال چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي، يو متنوع ميراث به ورڅخه پاته وي.

ګلوب اېنډ مېل ورځپاڼه زياتوي، په افغانستان کې اوږدو او خونړيو جګړو منفي اړخونه درلودل، خو تحصيل کړې افغانې ښځې او ځوانان د سوداګرۍ په برخه کې د ځينو پرمختګونو شاهدان دي.

په هرات کې د ښځو د تجارتي مارکېټ مديرې سويتا درانۍ ازادۍ راډيو ته وويل د تېرو شپږو اوو کلونو په پرتله د سوداګرۍ وضعيت ډېر ښه شوى:
کټ
”د سوداګرۍ په برخه کې مو ډېر پرمختګونه کړي دي. کال مخکې چې به دې ويل يوه ښځه تجارت کوي، له شديدو عکس العملونو سره به مخامخېدو. له نېکه مرغه نن د تېرو شپږو- اوو کلونو په نسبت شرايط بهتره شوي دي“

د يوه غيردولتي سازمان وروستۍ سروې هم څرګندوي تېره لسيزه د افغانستان د تجارو ښځو لپاره له پرمختګونو ډکه وه.

په سروې کې له ٨٠٠ سوداګرو ښځو پوښتنې شوي او اکثرو تجارو ښځو په کې ويلي، واده يې د کار مخه نه نيسي.

په سلو کې ٩٦ تجارې ښځې د خپلو کورنيو له خوا حمايه کېږي. اکثره يې ځوانې دي، خو په محتاطانه ډول خوشبيني څرګندوي او فکر کوي تر ٢٠١٤م کال وروسته به يې هم تجارتي چارې په ښه ډول پرمخ ځي.

خو افغانه تجاره سويتا درانۍ په دې اړه جلا نظر لري او وايي د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته ناامني د اندېښنې وړ يوه مسئله ده:
کټ
”په دې اړه اندېښنې لرو، که بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي امن به څنګه کېږي؟ کله چې امن نه وي ټول خلک په خاص ډول ښځې به ډېرې زيان منونکې وي. کله چې امن نه وي تجارت او پانګونې ته څوک زړه نه ښه کوي. په ارام زړه پانګونه نه شي کولاى“

د کاناډا چاپ ګلوبل اېنډ مېل ورځپاڼه ليکي، وروستۍ سروې د ټولو افغان ښځو وضعيت نه منعکسوي، ځکه د افغانستان په ليرې پرتو سيمو کې ښځې لا هم زياتې جدي ستونزې لري.
XS
SM
MD
LG