د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

پکتيا کې ۷۰ انتخاباتي مرکزونه تړل کيږي


د پکتيا د انتخاباتو کميسون خبر ورکړی چې امنيتي چارواکو يې په ۲۰۷ مرکزونو کې د ۷۰ د تړل کېدو خبره کړې، چې په دې سره په دې ولايت کې د قومي مشرانو، مدني ټولنو فعالانو او ځوانانو اندېښنې هم څرګندې شوې دي، په اړه له سيمې زموږ همکار داود تپان راپور برابر کړی.

د پکتيا اوسېدونکي شکايت کوي چې د دې ولايت ولايتي اداره ټولې سيمې تر خپل واک لاندې ګڼي،خو د انتخاباتو کميسون چارواکي وايي تر ۷۰ انتخاباتي مرکزونه به يې د ناامنۍ له امله تړلي وي.

خلک اندېښنه څرګندوي چې په يو ولايت کې دوه نظرونه د سيمې د خلکو د تېراېستلو نه پرته بله کومه معنی نه لري او له مرکزي ادارې غواړي چې د دوی له پاره دې د يوې او کره خبرې غم وکړي.

د پکتيا اوسېدونکي وايي د ولايتي ملکي ادارې او امنيتي چارواکو له خولې يې په ډېرو رسنيوکې د ډاډمن امنيت خبرې اورېدلې دي خو په خبره يې چې امنيت شته نو ولې يې ۷۰ انتخاباتي مرکزونه تړل کيږي ؟

قومي مشران او د مدني ټولنو فعالان اندېښنه څرګندوي چې د دومره مرکزونو په تړلو سره به د پکتيا ګڼ نفوسه ولسواليو اوسېدونکي د خپلې رايې له کارولو محروم شي، د څو قومي مشرانو او مدني ټولنو د فعالانو له خولې يې اورو:

” دلته که يو سايټ هم وتړل شي دغه موږ انتخابات نه ګڼو او دا به انتسابات وي، ځکه زموږ په دومره کمو رايو که خلک ټاکل کيږي دا به زموږ استازي هم نه وي او زه دا انتخابات نا مشروع بولم چې که يو سايټ هم بنديږي دا به انتسابات وي“

” دا چې په پکتيا کې له ۷۰ زيات مرکزونه تړل کيږي دا نه انتخابات دي، ځکه په دې چارواکي غواړي چې خلک تېرباسي او واقعاً که دا وتړل شي، نو دا به له موږ سره ظلم وي “

”دا صرف يوه حيله جوړول دي چې په ځينو سيمو کې چارواکي غواړي چې خپل کانديدان کامياب کړي، کنه په ټولو سيمو کې انتخابات کېدی شي که لږ کار وشي “

د پکتيا د انتخاباتو کميسون چارواکي خبر ورکوي چې د دې ولايت په دوو ولسواليو زرمت او جانخېلو کې به نږدې ټول او په ځينو نورو ولسواليو کې به ډېر مرکزونه تړلي وي.

د دې ولايت د انتخاباتو د کميسون مشر امير حمزه احمدزی وايي چې امنيتي ادارې خبر ورکړی دی چې د ډاډمن امنيت د نشتوالي له امله به يې په ټوله پکتيا کې د ۲۰۷مرکزونو له جملې ۷۰ هغه وتړل شي.

” زموږ په ۲۰۷ مرکزونو کې ۷۰ بنديږي، ځکه چې په دغو مرکزونو کې امنيت نه دی خوندي موږ ته امنيتي چارواکو خبر راکړی دی، چې واقعاً دا د اندېښنې وړ خبره ده “

د انتخاباتو د کميسون د چارواکو خبرې د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال زلمی اورياخېل ردوي وايي چې دوی په ولايت کې خوندي امنيت لري او هڅه به وکړي چې يو انتخاباتي مرکز هم ونه تړل شي.

نوموړی وايي انتخاباتو کميسون يې په دې خبر کړی دی چې ځينې مرکزونه يې تر تهديد لاندې دي او د ډاډمن امنيت په برخه کې به يې هڅې کوي :

”موږ په يوه سيمه کې هم انتخاباتي مرکز نه دی تړل شوی او نه دا تايدوم، بلکې موږ انتخاباتو کميسون ته خبر ورکړی دی چې دومره مرکزونه يې تر تحديد لاندې دي او موږ هڅه کوو چې دا مرکزونه هم وژغورو او هېڅ مرکز ته مشکل پيدا نه شي او ونه تړل شي “

په پکتيا کې په داسې حال کې د ۷۰ مرکزونو د تړل کېدو خبره راپورته کيږي،چې ډېرو خلکو په لرو پرتو سيمو کې شکايتونه کول چې د انتخاباتو کميسون ورته د نوم ليکنې مرکزونه په مناسبو ځايونو کې نه دي فعال کړي او د وی د رايې ورکونې کارتونه په هغه ډول چې لازمه ده نه دي اخيستي.

راپور – داود تپان – پکتيا

XS
SM
MD
LG