د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۱۵

د سوريې د کيمياوي وسلو له منځه وړلو ته د متخصصانو انديښنې

کله چې د کيمياوي وسلو متخصصان پر خطرناکه وسلو لکه ګازونو کار کوي؛ نو دوی بېړه نه کوي.

خو د سوريې په برخه کې امريکا او روسيې سره منلې ده چې؛ د دې هېواد کيمياوي وسلې ژر له منځه يوسي. ټاکل شوې ده چې، د دوه زره څوارلسم کال تر نيمايي دغه وسلې تخريب شي او تر اوسه په نړۍ کې د کيمياوي وسلو د له منځه وړلو لپاره دومره لنډه موده نه وه ټاکل شوې.

د همدې لپاره د کيمياوي وسلو ګڼ متخصصان حيرانه دي چې؛ په څه ډول به دغه وسلې له منځه وړل کيږي. په داسې حال کې چې ماسکو او واشنګتن په دې برخه کې توضيحات هم نه دي ورکړي.

جينوا ته نژدې د کيمياوي وسلو يو خپلواک څيړونکي، رولف تراپي وويل:

"ماته داسې نه ښکاري چې، دا کار به د پخوا په څير وشي، چې د له منځه وړلو لپاره به په سوريې کې اسانتياوې برابريږي؛ څارنه به يې کيږي، ازموينه به يې کيږي او بيا به په منظم ډول کنټرول شوې زيرمې له منځه وړل کيږي؛ که داسې کيږي نو دا خو کلونه غواړي او په څو مياشتو کې دا کار نه شي کيداي."

تراپي چې په خپله د کيمياوي وسلو د مخنوي د سازمان رسمي غړی دی؛ زياتوي چې د سوريې د کيمياوي وسلو د له منځه وړلو لپاره به ښايي له بيلابيلو لارو کار واخيستل شي.

خو د تراپي په باور ګرانه خبره دا ده چې؛ د وسلو متخصصان بايد لومړي تر هرڅه مخکې له دمشق څخه د دې وسلو د ډول، اندازې، ځای او د هغوی د ساتنې په اړه معلومات ترلاسه کړي.

واشنګتن او ماسکو موافقه کړې ده چې؛ کله ملګرو ملتو د سوريې د کيمياوي وسلو په برخه کې يو پريکړه ليک صادر کړ، له هغه وروسته به سوريه د خپلو وسلو په اړه بشپړ معلومات په يوې اونۍ کې سپاري.

يوه لاره دا ده چې ښايي دغه وسلې د له منځه وړلو لپاره روسيې يا امريکا ته واستول شي؛ خو ستونزه دا ده چې په سوريې کې شخړې روانې دي، نو ښايي بريد پرې وشي.

د ملګرو ملتو او د کيمياوي وسلو د مخنوي د سازمان د مفتشانو د ډلې پخواني مشر "دېټر روتباچر" په دې باور دی چې؛ د دې امکانات لږ دي چې له سوريې کيمياوي وسلې وايستل شي:

"ايا دا وسلې بهر استول کيداي شي؟ په اصولو کې ممکنه ده. خاص کانټينرونه شته چې دغه مهمات په کې ځای پرځای کيدای شي او بيا يې انتقالولي شئ، خو زه فکر کوم چې د لوژيستيکي امکاناتو له مخې به دا کار تر دې ګرانه وي چې؛ دغه وسلې ځای پرځای له منځه يووړل شي."

په سوريې کې بيا د ډيرو کيمياوي وسلو د له منځه وړلو لپاره امکانات په کار دي. رولف تراپي وايي، ښه لاره به ښايي داو چې د سوريې د کيمياوي وسلو د له منځه وړلو لپاره دغه هېواد ته متحرک وسايل وروړل شي؛ خو بيا هم په سم ډول د دغو وسلو له منځه وړلو ته انديښنې شته
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG