د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

په پکتيا کې لس ښځينه پوليسې دنده اجرا کوي


پکتيا چې د افغانستان يو له هغو ولايتونو څخه دی چې لا هم پخواني دودونه پکې پالل کيږي او خلک يې دودپاله دي، خو سره له دومره منل شويو دودونو لس تنه ښځينه پوليسانې هم د پوليسو په ليکو کې کار کوي.

پکتيا د افغانستان يو له هغو ولايتونو څخه دی چې د حاکمو دودونو له امله پکې د نارينه وو د کار له پاره هم ګڼ ټولنيز شرايط موجود دي، خو سره له دې هم لس تنه ښځينه پوليسې د پوليسو په ليکو کې فعاليت کوي.

د دې ولايت نظامي چارواکي وايي چې دغو ښځينه پوليسو له پاره يې د ژوند ټولې اسانتياوې برابرې کړې او له دوی سره په نظامي برخه کې د اړتيا پرمهال مرسته او فعاليت کوي.

دغو لس تنه ښځينه پوليسانو د پکتيا د پوليسو په روزنيز مرکز کې نظامي زده کړې کړې دي او وروسته له زده کړو به دوی په خپلو ورسپارل شويو برخو کې دندې سرته رسوي.

يادې ښځينه پوليسانې نه غواړي له رسنيو سره مرکې وکړي خو يوه پوليسه چې نوې دې دندې ته راغلې ازادۍ راډيو ته د مرکې پرمهال وويل دا د خپل هغه احساس له مخې چې په وطن کې به يې تر کومه پردي خلک د دوی ساتنه کوي دندې ته راغلې ده :

” زما نوم ستاره شريفي، ډېره خوشاله يم چې دلته د پوليسو په ليکو کې کار کوم، يو زه يم او له ماسره نهه تنه ښځينه پوليسانې نورې هم شته، موږ ټول به د وروڼو ترڅنګ وطن ته خدمت کوو “

د پکتيا امنيه قومندانۍ د پوليسو د تعليمي مرکز مرستيال مشر سمونوال عبدالقادر بوستاني د دغو لس تنو ښځينو پوليسو په اړه وايي د امنيه قومنداني پوليسو ډېره اړتيا لرله چې په ليکو کې د ضرورت له مخې ښځينه پوليسې ولري.

نوموړی زياتوي د ښځينه پوليسو د نشتوالي له امله به ډېر وخت د دوی ځواکونه د عملياتو يا ځانګړو پروګرامونو په لړ کې له ګڼو ستونزو سره مخ کېدل چې دوی به يې په اسانۍ د حل لار نه شوی پيدا کولی، خو اوس د دې ښځينه پوليسو په کار پيل کېدو سره به د دوی ستونزې تر ډېره هوارې شي :

” هغه خاليګاه چې د قومنداني امنيې پوليسو لرله هغه د ښځينه وو تلاشي وه د عملياتو پرمهال يا د پروګرامونو پرمهال د هغو له پاره دا دی تدبير نيول شوی او دا مشکلات به نور نه وي دغه ښځې به قانون تطبيق کوي، او ښځې به تلاشي کوي او چې په چا شک راځي هغه به تلاشي کوي او انشاالله قانون به تطبيق کيږي “

سمونوال بوستاني دا هم وايي چې د پوليسو په ليکو کې د يادو ښځو له جذبېدو وروسته به په پکتيا کې ډېرې نورې ښځينه پوليسې هم پيدا کړي، د ده په خبره د دغو ښځينه پوليسو د ژوند اسانتياو ته په کتو به ډېرې ښځې دې ته زړه ښه کړي چې د پوليسو په ليکو کې کار او فعاليت تر سره کړي.

دغه لس تنه ښځينه په داسې حال کې د پوليسو په ليکو کې په دنده ګمارل کيږي چې په پکتيا کې ډېر خلک خپل نارينه اولادونه د پوليسو په ليکو کې دندو اجرا کېدو ته نه پرېږدي.

راپور داود تپان – پکتيا
XS
SM
MD
LG