د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

لا هم په انتخاباتو کې د کرزي ځايناستى نه شته


د افغانستان د راتلونکې ولسمشر پر وړاندې زیات چلینجونه پراته دي خوپه داسې حال کې چې په سیاسي صحنه باندې د ولسمشر کرزي نفوذ پراخ دی تر اوسه داسې څوک نه دی څرګند شوی چې خپله کاندیدي اعلان کړي او ووايي چې هغه کولی شي مختلفې ډلې سره یو ځای کړي.

د فرانسې د څیړنیز مرکز غړي کریم پاکزاد فرانس پریس اژانس ته ویلي په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د ولسمشرۍ انتخاباتو ته کوم مخکښ کاندید نه تر سترګو کیږي.

ښاغلې پاکزاد وايي امنیتي اندیښنو او دې ته په پام چې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان بیا د کورنۍ جګړې په میدان بدل نشي ،د ولسمشرۍ لپاره داسې څوک چې د سولې او ثبات لپاره یو بدیل تصور ولري،تر اوسه ځان نه دی کاندید کړی.

د فرانسې خبري اژانس وايي د مخکښ کاندید د نشتوالي په صورت کې نن سبا په پایتخت کابل کې سیاسی اوازو زور اخستی دی.

د افغانستان د کارپوهانو د شبکې غړی توماس روټینګ فرانس پریس اژانس ته ویلي د کاندیدانو دنوم لیکنې لپاره د ټاکل شوې نیټې تر وروستیو دقیقو پورې به د سیاسي ډلو او څیرو ترمنځ سلا مشورې دوام ولري.

د ډاکتر عبد الله عبد الله په ګډون چې د ۲۰۰۹ م کال په انتخاباتو کې د ولسمشر کرزي یوازینۍ نزدې سیال و د حامد کرزي اکثرو سیاسي مخالفانو چې ډیرۍ يې د شمال د اتحاد غړي دي ،نوي ائتلافونه او ډلې جوړې کړي دي.

د افغانستان د کارپوهانو د شبکې غړی ښاغلی روټینګ وايي ډاکتر عبد الله او یا د شمال د اتحاد کوم بل مشر به په راتلونکو انتخاباتو کې د هغه کاندید پر وړاندې سیالي وکړي چې ولسمشر کرزي يې ملاتړ کوي.

د فرانس پریس اژانس په وینا زیاتره خلک په دې باور دي چې هغه کاندید به د راتلونکو انتخاباتو ګټونکي شي چې د ولسمشر کرزي له ملاتړ برخمن وي.

د راپورونو له مخې د بهرنیو چارو وزیر زلمۍ رسول او د کورنیو چارو وزارت لپاره نوی ټاکل شوی سرپرست عمر داودزۍ د ولسمشر کرزي له غوره کاندیدانو څخه دي.

د فرانسې خبري اژانس وايي په داسې حال کې چې نزدې نوي زره نړیوال سرتیري به د راتلونکي میلادي کال تر پایه له افغانستان څخه اوځي ،راتلونکې انتخابات ددې هیواد د ثبات لپاره یو ستره ازموینه بلل کیږي.
XS
SM
MD
LG