د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۱۶

روسیه: د اسد پر رژیم د امریکا تورونه د قناعت وړ نه دي

روسیې نن اعلان وکړ چې په سوریه کې د کیمیاوي وسلې د کارولو په اړه د ولسمشر بشاراسد پر رژیم د امریکا تورونه ورته د قناعت وړ نه دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف وايي؛ مسکو ته لاهم د امریکا له خوا د هغو شواهدو په اړه چې وايي؛ د ولسمشر بشاراسد حکومت کیمیاوي وسلې کارولي دي قناعت نه دی ورکړل شوی.

لاوروف د مسکو د نړیوالو اړیکو د دولتي انستیتیوت محصلینو ته په وینا کې زیاته کړه:

دا په څرګنده هغه خبره ده چې موږ یې د مورمیرې سلوک بولو. دا د شخصي سلیقې موضوع ده، یعنې د یوه مستبد مشر په وړاندې شخصي دښمني د دې مفکورې باعث کېږي چې؛ هغه له هرې لارې چې وي باید وپرځول شي."

لاوروف وویل، هغه شواهد چې امریکا، برتانیا او فرانسې وړاندې کړي، جدي شکونه رامینځ ته کوي. ده زیاته کړه، فکر نه کوي چې د سوریې اپوزیسیون به پر دې هېواد د پوځي حملې په صورت کې د سیاسي حل لارې منلو ته چمتو وي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د شنبې په ورځ وویل، دی اوس قانع شوی چې، د اسد حکومت د اګست په یوویشتمه نېټه دمشق ته نژدې د څه باندې یوزرو څلور سوه کسانو د وژنې لپاره له کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین په همغه ورځ له واشنګټنه غوښتنه وکړه چې؛ په دې اړه خپل شواهد ملګروملتونو ته وړاندې کړي.

په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د کارولو موضوع په ایران کې بیا په بل ډول انعکاس کړی. پرون د ایران د پخواني ولسمشر هاشمي رفسنجاني له قوله په راپورونو کې د بشاراسد د رژیم پرضد سخت انتقاد خپور شو؛ خو نن په همغه رسنیو کې د رفسنجاني په حواله نورې خبرې خپرې شوې.

د اېلنا په نوم د ایران د کارګرانو نیمه رسمي خبري آژانس په ډېرې خوارۍ سره د دې راپور د تصحیح هڅه وکړه.

ایلنا خبري آژانس پرون لیکلي و چې رفسنجاني وايي، د سوریې خلک چې له یوې خوا د خپل حکومت له خوا په کیمیاوي وسلو په نښه شوي اوس باید د بهرنیانو له برید سره مخامخ شي خو نن دې خبري آژانس سمدستي د دې خبر یوه نوې بڼه خپره کړه.

د خبر په نوې بڼه کې د رفسنجاني له قوله لیکل شوي چې؛ د سوریې خلک له یوې خوا د کیمیاوي وسلو په وسیله په نښه شوي او له بلې خوا باید د بهرنیانو له حملې سره مخامخ شي.

د تهران رسمي دریځ دا دی چې وايي؛ دمشق ته نژدې د اګست د ۲۱ نېټې د حملې مسوول د اسد د رژیم مخالفین دي.

په همدې حال کې عربي ټولنې په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د استعمال په عکس العمل کې د دې هیواد پر ضد د نړیوالو ټولنې له اقدام څخه ملاتړ اعلان کړی دی.

د عرب لیګ د بهرنیو چارو وزیرانو پرون په قاهره کې یو پریکړه لیک تصویب کړ چې؛ د سوريي رژیم یې د کیمیاوي وسلو د استعمال مسول بللی.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG