د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۱۶

پر سوريي د حملې ګواښونه

په سوریه کې په ملکیانو باندې د کیمیاوي وسلې د استعمال له شواهدو وروسته د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون، یو شمېر لویدیځو هېوادونو د سوریې د رژیم پر هدفونو باندې د حملې ګواښونه کړي او د امریکا دفاع وزیر وایي، که جمهور رئیس بارک اوباما پر سوریې باندې د حملې امر وکړې ، دوي یي د اجرا لپاره پوره تیاری لري.

د فرانسي جمهور رئیس فرانسوا اولاند وایي، فرانسه چمتو ده هغو کسانو ته سزا ورکړي چې؛ د سوریې پر ملکیانو یي کیمیاوي وسله استعمال کړې ده.

اولاند د سې شنبې په ورځ په پاریس کې وویل، په سوریه کې کورنۍ جګړه د نړۍ سولې ته ګواښ دی او د سوریې مخالفانو ته یي د پوځې مرستو د زیاتولو غږ وکړ.


له اولاند مخکې د امریکا دفاع وزیر چک هیګل ویلې و، که چیري جمهور رئیس بارک اوباما پر سوریې باندي د حملې امر وکړې، د امریکا پوځي ځواکونه سمدستي عمل ته چمتو دي.

سپینې ماڼۍ د سې شنبې په ورځ وویل، په کوم انتخاب چې متحده ایالات غور کوي، هغه په سوریې کې د رژیم د بدلون په اړه ندی.

د انګلستان پارلمان به د پنجشنبې په ورځ د سوریې کړکیچ ته د ځواب ویلو پر مسالې رایي ورکړي.

د انګلستان صدراعظم ډیویډ کامرون د سې شنبې په ورځ وویل، نړۍ باید په سوریه کې د کیمیاوي وسلو له استعمال وروسته بي تفاوته پاته نشي.
کامرون زیاته کړه چې د سوریې پر وړاندي د عمل پریکړه نه ده شوې:

«لکه چې مې مخکې وویل، تر اوسه هیڅ پریکړه نده شوي، هره پریکړه باید چې مناسبه وي، باید قانونې وي، په خاص ډول باید د کیماوي وسلو د استعمال د مخنیوي په اړه وي.

ما د پارلمان غونډه غوښتې ترڅو په دي مسلې سم بحث وشي او حکومت وکړاي شي د پارلمان نظرونه واوري. هو، زه دا اراده لرم چې مسله پارلمان ته وړاندي کړم او د پارلمان وکیلان به ورباندي رايي ورکړي«.


روسیې د سه شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې په سوریه کې پوځې مداخله ممکن له مصیبته ډک عواقب ولري.

د روسیې مرستیال صدراعظم دیمیتري روګوزین وویل، د اسلامي نړۍ پر وړاندې د لویدیځ کړنې داسې دي لکه د یوې بیزو په لاس کې چې لاسي بم وي.

په سوریې کې د ملګرو ملتونو د امنیت شوری د کیماوي وسلو پلټونکې ډلې د امنیتي دلایلو له امله هغو سیمو ته خپل سفر وځنډاوه چې د کیماوي وسلو د استعمال ادعا یي شویده.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید معلم وویل، شک لري چې د امریکا په څیر یو هیواد به په سوریه کې د القاعده او النصره ډلو په ګته حمله وکړي او که داسي نه وي، د سپتمبر د ۱۱ نیټې وروسته ددي هیوا ټول کارونه او ادعاوې به له منځه لاړي شي.

معلم د بهرنۍ حملې په مقابل کې د دفاع خبره هم وکړه:

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم زیاته کړه، هیڅ هېواد به د خپلو خلکو پرضد د ډله ایزې ورانۍ وسایل استعمال نه کړي:

«د امریکا د متحده ایالاتو چارواکې وایي، د سوریې پوځ کیماوي وسله استعمال کړي. ما د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر جان کري سره په خبرو کې دا مسله رد کړه. زه وایم، په نړۍ کې به هیڅ داسي هیواد نه وي چې د خپلو خلکو پر ضد ورانوونکې وسله استعمال کړي.

زه له هغو کسانو چې زمونږ پر پوځ تور لګوې، غواړم داسي شواهد دي وښیې چې مونږ کیماوي وسله استعمال کړیده».

د عربي اتحاد ویاند ناصف هاتې د سه شنبې په ورځ د سوریې پوځ د کیماوي وسلو پر استعمال تورن کړ او ویي وویل:

«موږ د کیمیاوي وسلو پوره پړه د سوریې پر رژیم اچوو او غواړو چې ددي جنایت ټول عاملان دي د نړیوالو جنګې جرمونو په محکمې کې محاکمه شي».

د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر چک هیګل وایي، دا بیخی څرګنده ده چې د سوریې رژیم کیماوي وسله استعمال کړي ده. دی وایي، زمونږ استخبارات به دي نتیجې ته ورسیږې چې یاغیانو کیماوي وسله نده استعمال کړي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG