د سوريې حکومت او ملګرو ملتونو پرون (یکشنبه) موافقه وکړه چې په بیړني ډول دمشق ته نږدې د کیمیايي وسلو څخه د کار اخیستل کیدو د ادعاو په اړه څیړنې وشي.
دا په داسې حال کې ده چې روسیې خبرداری ورکړی چې دمشق ته نږدې تیره اونۍ د دې حملې د ادعاو په اړه تورونه مخکې له وخته وو .
د ملګروملتونو د سازمان د بې وسلو کولو د ادارې مشرې انجیلا کاني پرون (یک شنبه) په دمشق کې د سوریې د حکومت له چارواکو سره وکتل او دواړو خواوو په بیړني ډول د څیړنو موافقه وکړه .
د دمشق حکومت ویلي چې شوې پریکړه په بیړني ډول د اجرا وړ ده او د ملګرو ملتونو د سازمان څارونکو ته به چې سوریې ته تللي په دې اړه د کار اجازه ورکړي.
ملګروملتونو ویلي چې څيړنې به یې نن (دوشنبه) پیل شي.
په عین حالکې د روسیې د بهرنیوچارو وزارت پرون غربي هیوادونو ته خبرداری ورکړ چې د څیړنو د پایلو په اړه باید مخکې له مخکې قضاوت ونه کړي.
د روسیې د بهرنیوچارو د وزارت ویاند الکساندر لوکاشیویچ په یوه خبرپاڼه کې ویلي :
(موږ د هغو کسانو چې په خپل زړه برابر نتایج د ملګرو ملتونو پر څارونکو تپي او په سوریه کې د پوځي عملیاتو امکان زیاتوي غواړو چې له منطقه کار واخلي او د یوې خواشینونکې تیروتنې مخنیوی وکړي. )
د روسیې د بهرنیوچارو د وزارت خبرپاڼه زیاتوي چې په سوریه کې د پوځي عملیاتو یو اړخیزه پریکړه به د سولې هڅې متاثره کړي او په منځني ختیځ کې پر امنیتي وضعیت به ډير ناوړه اغیز ولري.
له بلې خوا یوه امریکايي چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی ویلي چې په دې کې ډیر شک نشته چې دمشق ته نږدې تیره اونۍ د کیمیاوي وسلوحمله د بشار الاسد رژیم کړې ده .
دې امریکايي لوري د سوریې پر چارواکو تور لګولی چې د ملګرو ملتونود څارونکو د کار ځنډولو هڅه کوي څو د کیمیاوي وسلو څخه د کار اخیستلو په اړه د شواهدو د منځه وړلو ته زمینه برابره کړي.
په عین حال کې د اپوزیسیون فعالان وايي چې د اګست په یویشتمه د حکومتي ځواکونو لخوا د کیمیاوي وسلو په حمله کې دیارلس سوه ملکي وکړي وژل شوي دي.
د سوریې رژیم په وار – وار په حمله کې لاس درلودل رد کړي دي.
د سوریې د حکومت د اطلاعاتو وزیر عمران زوابي د لبنان یوه ټلویزیون ته په مرکه کې ویلي چې داسې شواهد شته چې څرګندوي چې د رژیم مخالفووسله والو د کیمیاوي وسلو حمله کړې ده:
(موږ د ځان د دفاع هڅه نه کوچې دا حمله موږ کړې که نه خو موږ تاسې ته ډاډ درکوو چې دا کار موږ نه دی کړی. خو موږهمدا راز غواړو چې دا ووایوچې هغو کسانو چې له دې وسلو يې کار اخیستی وسله والې ترورویستي ډلې دي او لکه څرنګه چې تاسې خبر یاست موږ شواهد او معلومات لرو .
د سټلایټ په مرسته د اخیستل شویو عسکونو چې زموږ روسي ملګري یې خبره کوي ، په سیمه کې د موجودو حقایقو او له دې امله د ځوریدلو خلکو یادونې ته اړتیا نشته . هغوي د دې وسلود استعمال عیني شاهدان دي. )
د متحدو ایالاتو جمهور ریس بارک اوباما د شنبې په ورځ د ملي امنیت په چارو کې له خپلو سلاکارانو سره وکتل څو په سوریه کې د وضعیت او د امریکا لخوا پر ممکن ځواب خبرې وکړي.
په عین حالکې د سوریې دولتي خبري اژانس (سنا) وايي چې د دې هیواد د ناکراره ولایت (حما) والي د یک شنبې په ورځ د تروریستانو په بمی حمله کې ووژل شو .
د سوریې دولتي مطبوعات د رژیم مخالف وسله وال تروریستان ګڼي .
په سوریه کې په تیرو نهه ویشت میاشتو کې لږترلږه یولک کسان وژل شوي او دوه ملیونه کسان نورو هیوادونو ته تښتیدلي دي.