د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۱۲

د محمد مرسي پلویانو په قاهره کې خواره واره اعتراضونه وکړل

د مصر د لرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي پلویانو په ټولې قاهرې کې خواره واره اعتراضونه وکړل. زرګونو اعتراض کوونکو د خپلو سیمو په ګاونډ کې له جوماتونو دباندې او د قاهرې د وړو سړکونو په اوږدو کې د جمعې په ورځ د پوځ پرضد شعارونه ورکول.

دوی په لویو واټونو او سړکونو کې له غونډو ډه ډه کوله؛ ځکه هلته لا دمخه د حکومت امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي وو.

د جمعې د ورځې اعتراضونه داسې ښکارېدل لکه چې اخوان المسلمین پر موقت حکومت باندې فشار ته دوام ورکوي. د اخوان المسلیمن ګڼشمېر مشران د تېرو څو ورځو په ترڅ کې نیول شوي دي او په سلکونه نور پټ دي.

د جولای له درېیمي راهیسې چې ولسمشر مرسي له واکه لرې شوی؛ د ده د پلویانو او پوځ تر منځ نښتو کې سلګونه مصریان وژل شوي دي.

د جمعې د ورځې اعتراضونه تر هغه وروسته وشول چې؛ د مرسي ځای ناستی پخوانی لرې کړای شوی ولسمشر حسني مبارک چې مستبد بلل کېده له زندانه خوشې او په کور نظر بند کړ.

ها خوا د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي؛ له مصر سره د مرستو ځنډول نه شي کولای چې؛ د دې هېواد د موقت حکومت له خوا شوي کارونه بدل کړي.

اوباما په یوه مرکه کې چې پرون د امریکا له "سي ان ان" ټلویزیونه خپره شوه؛ وویل چې، هېواد یې باید له مصر سره د یو میلیاردو ډالرو مرستې د کمولو په اړه په پرېکړه کې محتاط وي؛ دا پيسې تر ډیره حده د پوځي مرستو لپاره مصر ته ورکول کیږي.

ولسمشر اوباما وویل چې؛ امریکا نه غواړي له داسې کارونو سره مرسته وکړي چې؛ د دې هیواد د اصولو سره په مخالفت کې ښکاري.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر وویل، د مصر د پوځ له خوا د محمد مرسي تر له واکه لرې کېدو سملاسي وروسته دوی له مصر سره پوځي مرستې په دې خاطر ونه ځنډولې چې؛ واشنګټن هیله درلوده چې، د ډيپلوماسۍ له لارې د مصر پوځ د محمد مرسي له پلویانو سره جوړجاړي ته وهڅوي.

خو د ولسمشر اوباما په وینا، د مصر پوځ له دې موقع ګټه وانخیسته.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG