د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۱۲

د مصر په تازه پیښو کې ۲۴ پولیس وژل شوي دي

په مصر کې د تاوتریخوالو د دوام په تازه پیښو کې لږ تر لږه ۲۴ پولیس په سینا ټاپو وزمه او د لیرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي ۳۶ پلویان په قاهره کې وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې لږ تر لږه ۲۴ پولیس د سینا په ټاپو وزمه کې د یوه کمین په ترڅ کې وژل شوي دي.

امنیتي چارواکو وویل چې؛ پولیسو د دوشنبې په سهار په دو بسونو کې سفر کاوه چې د غزې په پوله رفع ښار ته نژدې پرې وسله والو حمله وکړه.

وسله والو په دې دښته کې په دې وروستیو کې حملې زیاتې کړي او د پوځ له خوا له قدرته د ولسمشر محمد مرسي لیرې کیدو ته پام سره معمولا د مصر امنیتي ځواکونه په نښه کوي.

مرسي چې؛ د جولای په دریمه له واک څخه لیرې کړای شوي تر اوسه په توقیف کې دی.

دغه حمله وروسته له هغې کیږي چې د قاهرې په لمنه کې پرون په یوه لانجمنه پیښه کې د ۳۶ بندیانو د مړینې خبرورکړل شو.

اخوان المسلمین چې د مرسي ملاتړکوي وویل، دغه بندیان چې پولیسو په یوه میني بوس کې لیږدول ساه یې بنده شوې او مړه شوي دي.

خو د کورنيو چارو وزارت وویل، يوشمیر بنديانوغوښتل له يوه زندانه وتښتي او پوليسو د يوه پوليس افسر د خوشې کیدو لپاره چې بنديانو برمته کړى و، اوښکې بهوونکى ګاز استعمال کړ، چې له کبله يې د بنديانو ساه بنده شوه.

په داسې حال کې چې په مصرکې تاوتریخوالی دوام لري اروپایي اتحادیه په پام کې لري چې له دې هیواد سره پر اړیکو له سره غوروکړي.

دا اتحادیه به روانه اونۍ په بروکسل کې په غونډو کې له مصرسره د مرستو کمولو په اړه پریکړه وکړي او ښایي له قاهرې سره د وعده شویومرستو شاوخوا پنځه میلیارډ ایرو کمې کړي.

په عین حال کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرسعود الفیصل لویدیځ ته د مصرپرپوځ د فشارونو په وړاندې خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا کاربه د مصرله امن کولو او د شخړو له پای ته رسیدو سره مرسته ونکړي.

الفیصل دا خبره په پاریس کې د فرانسې له ولسمشرفرانسوا اولاند سره له کتنې وروسته خبریالانو ته وکړه:

"موږد روان وضعیت په اړه خپل نظریات سره تبادله کړل. موږهیله من یو چې د دغو ګډونظریاتو په نتیجه کې د هغو کارونو د ترسره کولو لپاره چې ورته اړتیاده یو ګډ دریځ رامنځ ته شي.

زه فکرنه کوم چې پرمصرفشارونه به اغیزمن وي یا به په دې هیواد کې د سولې او امن له ټینګیدو سره مرسته وکړي."


ریاض د مصرد پخوانی ولسمشرحسني مبارک نژدې متحد وچې په ۲۰۱۱ م کال کې د خلکو د پاڅون په نتیجه کې له قدرته لیرې او وروسته د اخوان المسلمین پلوی محمد مرسي قدرت ته ورسید.

د فرانسې ولسمشرفرانسوا اولاند په مصرکې د نویو انتخاباتو د ترسره کیدو غوښتنه وکړه:

"موږګډ مسولیت لرو، عربي هیوادونه، اروپا، فرانسه باید په ګډه کاروکړي چې په دې هیواد کې شخړې پای ته ورسیږي.

د مصرسیاسي چارواکي کولای شي په راروانو اونیو کې یوپلان تنظم کړي چې له مخې یې په دې هیواد کې هرڅومره ژر انتخابات تنظیم شي او مصریان وکولای شي خپل نظریات څرګند کړي."


له تیرې چهارشنبې راهيسې د ليرې کړاى شوي ولسمشر محمد مرسي د پلويانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ په شخړو کې ٨٣٠ کسان وژل شوي دي.

په مصر کې اضطراري حالت اعلان شوی اوپه قاهره او یوشمیرنورو ولایتونو کې د شپې له خوا پرګرزیدو بندیزلګول شوی.

د مصر د پوځ مشر پرون خبردارى ورکړ چې نور تاوتريخوالى ورته د زغملو وړ نه دى. عبدالفتاح السيسي دغه رازوويل په مصر کې هرڅوک خپل ځاى لري.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG