د ملګروملتونوعمومي منشي په مصر کې د زیاتیدونکو ناکراریو په اړه خبردرای ورکړی دی.
په مصر کې د وروستیو شخړو په وړاندې د سیمه ییزو او نړېوالو عکس العملونو په ترڅ کې اروپایي اتحادیې هم ویلي چې؛ له دې هېواد سره پر اړیکو له سره غور کوي.
د مصرد لیرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي پلوي اخوان المسلمین ګوند ویلي چې؛ ورځنیو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.
د ملګروملتونو عمومي منشي بانکي مون پر کلیساو، روغتونونو او عام المنفعه ودانیو د حملو غندنه کړې ده.
بانکي مون په یوه اعلامیه کې چې؛ د ویاند د دفتر له خوا یې د شنبې په ورځ خپره شوې، په مصر کې د تاوتریخوالو ډکو اعتراضونو د پای ته رسیدو غوښتنه کړې ده.
بانکي مون د لیرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي د پلویانو او د امنیتي ځواکونو ترمنځ شخړو ته په اشاره د هغه څه چې له زوره زیات کارول بلل شوي، د پای ته رسیدو غوښتنه هم کړې ده.
د مصر امنیتي ځواکونو د شنبې د ورځې په سر کې په قاهره کې د الفتح جومات د مرسي له پلویانو تصفیه کړ.
دغه اقدام له یوې نښتې وروسته وشو.
د امنیتي ځواکونو او د مرسي د پلویانو ترمنځ د چهارشنبې د ورځې له شخړو راپدیخوا له اونیم سوو زیات کسان وژل شوي دي.
په مصر کې د ناکراریو د زیاتوالي په اړه د سیمه ییزو او نړېوالو عکس العملونو په ترڅ کې اروپایي اتحادیې ویلي، په پام کې لري چې له دې هیواد سره پراړیکو له سره غور وکړي.
د اروپایي اتحادیې مشرانو هرمان فون رامپوی او خوزي مانویل بروسونن د مصر پوځ او د دې هېواد موقت حکومت ته خبرداری ورکړ چې؛ که د شخړو په پای ته رسیدو او د ډیالوګ په پیلیدو کې پاتې راشي نو دا اتحادیه چمتو ده چې له دې هېواد سره پر اړیکو له سره غور وکړي.
د اروپایي شورا او اروپایي کمیسیون مشرانو دا خبرداری هم ورکړی چې؛ د شخړو زیاتوالی به د مصر او سیمې لپاره بې ساري منفي نتایج ولري چې؛ د وضعیت د بیرته عادي کیدو مسولیت یې هم د دې هېواد پر پوځ او حکومت اچولی دی.
فون رامپوی او باروسو ویلي چې؛ د مصریانو د ډموکراسۍ او اساسي ازادیوغوښتنې باید له پامه ونه غورځول شي.
د مصرد لیرې کړای شوي ولسمشرمحمد مرسي پلوي اخوان المسلمین ګوند ویلي چې ورځنیو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.
د مصرحکومت ویلي چې؛ له قانوني لارې د اخوان المسلمین ګوند په منحلولو غور کوي.
د مصرموقت صدراعظم حازم البیبلاوي ویلي، له هغو کسانو سره چې قانون یې ترپښولاندې کړی، روغه جوړه نشي کیدای:
"له هغو کسانو سره چې لاسونه یې په وینو سره دي، روغه جوړه نه کیږي. له هغو کسانو سره چې د مصر او د دې هېواد د خلکو په وړاندې یې وسلې ته لاس کړی، سوله نشي کیدای، له هغو کسانو سره چې قانون یې ترپښو لاندې کړی، روغه جوړه نشي کیدای."
د مصر د کورنیو چارو وزارت ویلي چې؛ پولیسو د اخوان المسلمین له زروزیات ملاتړي نیولي دي.
دغه کسان د جمعې د ورځې له تاوتریخوالي وروسته نیول شوي دي.
د مصر خبري رسنیو ویلي چې؛ د اخوان المسلمین دونیم سوه پلویان د قتلونو او د قتلونو د هڅو او تروریستي اعمالو له تورونو سره مخامخ دي.