د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۱

په انتخاباتي حوزو کې د ښځینه پولیسو د کمښت په اړه اندېښنې


په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست ټاکنو ته یواځې اته میاشتي پاتې دي؛ د مدني ټولني یو شمېر غړي په انتخاباتي حوزو کې د ښځینه پولیسو له کمښت څخه اندیښنه څرګندوي.

د سولې او امنیت لپاره د ښځو موسسي مشره وږمه فروغ د پنجشنبي په ورځ په کابل کې د پولیسو د دوېیمې مشورتي غونډې پرمهال وویل؛ که چېرې دغې ستونزې ته پاملرنه ونه شي؛ ممکن ښځې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې له ګډون نه محرومې شي.

"د انتخاباتو خپلواک کمیسون موږ ته احوال راکړی، چې کومه لویه ستونزه چې د نوم لیکني مرکزونه ورسره مخ دي؛ هغه د ښځینه پولیسو نشتون دی، موږ په ټولیز ډول ۱۹ سوه ښځینه پولیس په ټول هیواد کې لرو، د ښځینه پولیسو شمېر ډېر کم دی."

میرمن وګمه وايي، چې د کورنیو چارو له وزارت څخه يې غوښتي چې؛ په دې برخه کې عاجل اقدامات وکړي.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو سره سم اوس مهال تقریباً دوه زره او دوه سوه پولیس د دې وزارت په چوکاټ کې دنده ترسره کوي.

د کورنیو چارو وزارت تایدوي چې؛ د انتخاباتي حوزو د امنیت تامین لپاره د ښځنیه پولیسو له کمښت سره مخامخ دي.

د کورنيو چارو سرپرست وزير مجتبى پتنګ وويل چې؛ په پام کې لري چې، په لنډ مهاله توګه زرګونه ښځينه پوليسې پر دندو وګوماري.

"ما د پوهنې وزارت او نړيوالې ټولنې سره اړيکي نيولي؛ چې موږ د ټاکنو د بهير د خوندي کولو لپاره ۱۳ زره ښځينه پوليسو ته اړتيا لرو؛ چې اوس موږ له هغې ډلې نه يوازې ۲۲۰۰ ښځينه پوليسې لرو."

ښاغلي پتنګ وویل چې، له نړیوالې ټولنې او د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون څخه يې غوښتي ترڅو هغه شمېر ښځې چې د انتخاباتو پرمهال د کورنیو چارو وزارت سره همکاري کوي؛ یو اندازه معاش هم په نظر کې ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې، د افغانستان د پوهنې وزارت ویلي، دا امکان نه لري چې؛ د افغانستان د پوهنې ښوونکي د امنیت د ساتلو لپاره د کورنیو چارو وزارت په واک کې ورکړل شي.

د افغانستان د پوهنې وزارت مرستیال ډاکټر شفیق صمیم د جمعې په ورځ له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې؛ هغوی به په نورو برخو کې له کورنیو چارو وزارت سره همکاري وکړي.

له دې مخکې د مدني ټولنو یو شمېر ادارو له کورنیو چارو وزارت غوښتي وو چې؛ د افغانستان په راتلونکو انتخاباتو کې د پولیسو بې طرفي په پام کې ولري او په سمه توګه د ولسمشرۍ راتلونکو انتخاباتو ته امنیت ونیسي.

تمه ده د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو راتلونکي انتخابات د ۱۳۹۳ لمریز کال د حمل میاشتې په شپاړسمه نیټه تر سره شي.

راپور:ناجیه ساپۍ
XS
SM
MD
LG