په مصر کې د اخوان المسلمین ګوند پر خپلو پلویانو ږغ وکړ چې لارو کوڅو ته راووځي او په دې توګه په دې هیواد کې د نورو تاوتريخوالي وېره زياته کړې ده.
دې ډلې د ”خواشينۍ جمعې“ په نامه دغه غوښتنه په داسې حال کې وکړه، چې چارواکو له چهارشنبې راهيسې په شخړو کې د وژل شويو شمېر تر ٦٢٠ زيات ښوولى، چې اکثريت يې ملکيان دي.
هاخوا په ډيپلوماتيک ډګر کې د ملګرو ملتونو امنيت شورا له مصريانو وغوښتل چې تر وسه- وسه له زغم څخه کار واخلي او د پوځ له خوا د پخواني اسلامپال ولسمشر محمد مرسي تر بېواکه کېدو او نيول کېدو وروسته په ملي کچه ديالوګ ته غاړه کښېږدي.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا دا اعلاميه د پنج شنبې په ورځ تر يوې بېړنۍ غونډې وروسته خپره کړه. د مصر له خلکو يې وغوښتل چې له زغم څخه کار واخلي.
په همدې حال کې د مصر موقت جمهوري رياست هم يوه اعلاميه خپره کړې او پر اسلامپالو يې د امنيتي ځواکونو د فشارونو له کبله د امريکا د ولسمشر بارک اوباما په ګډون د نړيوالو انتقادونه رد کړي دي.
د مصر د جمهوري رياست اعلاميه وايي، دغه انتقادونه پر واقعيت ولاړ نه دي او ښايي وسلوالې ډلې نور فعاليت ته وهڅوي.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما د پنج شنبې په ورځ په خپلو څرګندونو کې ويلي وو، د تاوتريخوالي په صورت کې له مصر سره د امريکا همکاري دوام نه شي کولاى:
”موږ له مصر او د دې هېواد له خلکو سره پر خپلو ژمنو ټينګ پاتې شوي يو، خو که وغواړو له مصر سره خپلو دوديزو همکاريو ته په عادي ډول دامه ورکړو او هلته وينو چې په کوڅو ملکيان وژل کېږي، له معمول سره سم له دغو اړيکو شاته کېږو. په نتيجه کې موږ نن سهار د مصر حکومت ته خبر ورکړ چې خپل هغه ګډ پوځي تمرينونه مو لغو کړل چې د راتلونکې مياشتې لپاره په پام کې وه. له دې ورهاخوا مې له خپلې امنيتي ډلې وغوښتل چې د مصر د موقت حکومت د کړنو پېچلتيا او اضافي اقدامات وارزوي، چې موږ يې ښايي د اړتيا په صورت کې د مصر او امريکا اړيکو ته په پام سره ترسره کړو“
د مصر موقت ولسمشر عدلي منصور وويل هېواد يې دده په وينا له تروريستي فعاليتونو سره مخامخ دى، چې حکومتي او نورې مهمې ودانۍ په نښه کوي.
په همدې حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې جين ساکي په مصر کې د تاوتريخوالي د پايته رسېدو غوښتنه وکړه:
”د امريکا متحده ايالات په مصر کې ټول بريدونه، د تاوتريخوالي اقدامات او وينې تويېدنه په شدت سره غندي. په وروستيو ورځو کې د ګڼو قبطي کليساوو په وړاندې غيرمسوولانه بريدونو هم په شدت سره خوابدي او خواشيني کړي يو. د پوليسو د مرکزونو په ګډون پر عامه ودانيو وروستي بريدونه هم غندو. په مصر کې هېڅکله دغه ډول تاوتريخوالى ځاى نه لري، موږ د مصر پر ټولو رهبرانو ږغ کوو، چې دغه ډول بريدونه وغندي“
د امريکا متحده ايالات له مصر سره په کال کې يونيم مليارد ډالره مالي مرسته کوي، ډېره برخه يې پوځي ده. واشنګټن پر ټولو امريکايي اتباعو ږغ کړى چې له مصر څخه ووځي.
سيمه ييز قدرت ترکيې چې پر مظاهرو يې د پوځ فشارونه غندلي، له قاهرې څخه يې خپل سفير د سلا مشورې لپاره ورغوښتى دى. مصر هم د ترکيې په وړاندې ورته اقدام کړى دى.
د جولاى پر درېيمه د پوځ له خوا د مصر ولسمشر وروسته له هغې له واک څخه ليرې شو، چې د مصر په مليونونو خلکو له اسلامپالو سره د ولسمشر د اړيکو پرضد اعتراضونه او مظاهرې وکړې. دوى ويل چې د مرسي حکومت د ٢٠١١م کال له انقلاب وروسته په اقتصادي وده کې پاتې راغلى دى.