د راپورونو له مخې په مصر کې د دې هېواد د امنیتي ځواکونو او د لیرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي د پلویانو ترمنځ په شخړو کې لږ تر لږه ۲۸۰ تنه وژل شوي او شاوخوا دوه زره نور ژوبل دي.
شخړې وروسته له هغې پیل شوي چې؛ امنیتي ځواکونو په قاهره کې د مرسي د پلویانو دوه کمپونه ونړول.
چارواکو وویل چې؛ په وژل شویو کې ۲۳۵ تنه ملکیان او۴۳ نورد امنیتي ځواکونو کسان دي.
اخوان المسلمین چې لیری کړای شوی ولسمشر یي یو لوړ پوړی مشر دی ویلي چې؛ د چهارشنبې د ورځې په شخړو کې له دوه زرو زیات کسان وژل شوي دي.
د مصر چارواکو چې پوځ یي ملاتړ کوي، په ټول هېواد کې د یوې میاشتې لپاره اضطراري حالت اعلان کړی او د قاهرې په ګډون یې په له لسو زیاتو ولایتونو کې د شپې له خوا پر ګرزیدو بندیز لګول دی.
د مصر مرستیال ولسمشر او د سولې د جایزې ګټونکي محمد البرادعی د وروستیو ځپنو په اعتراض کې استعفا وکړه.
په مصر کې د حکومت له خوا وروستۍ ځپنې د سیمې هېوادنو ترکیې او ایران او همدا شان اروپایي اتحادیې او متحدو ایالتونو وغندلې.
امنیتي ځواکونو په قاهره کې د ربع الاداویه جومات نژدې او په نحدیه چوک کې د مرسي د پلویانو د کمپونو د نړولو لپاره له اوښکې بهونکي ګاز، بلدوزرو او له زغروالو وسیلو کار واخیست.
د الکساندریه په ګډون له یو شمېر نورو سیمو څخه هم د شخړو راپورونه ورکول شوي دي.
د اخوان المسلمین ملاتړیو ژمنه کړې چې؛ تر هغو پورې به خپلو اعتراضونه دوام ورکړي ترڅو چې لیرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي بیرته واک ته رسیدلی نه وي.
مرسي د جولای په دریمه د پوځ له خوا له واکه لیری کړای شو.
د مصر د کورنیو چارو وزیر محمد ابراهیم وویل، چارواکي به نور په ناسته د اعتراضونو لپاره هغه ډول کمپونه ته اجازه ورنه کړي چې د چهارشنبه په ورځ امنیتي ځواکونو په قاهره کې ونړول:
"زه باور لرم چې؛ د اضطراري حالت د اعلان او پوځ ته د ولسمشر د دندې سپارلو وروسته چې له پولیسو سره مرسته وکړي او دې ته په پام سره چې؛ زموږ او د وسله والو ځواکونو ترمنځ بشپړه همکاري موجوده وه، نور به موږ په هر قیمت چې وي د هېواد په هیڅ یوه ځای کې هم د ناستې لپاره اجازه ورنه کړو."
د کورنیو چارو وزیر ژمنه وکړه چې؛ په مصر کې به هغه ډول امنیت ټینګ کړي چې له مرسي د مخه له واکه د لیری کړي شوي پخواني ولسشمر حسنې مبارک په وخت کې په دې هېواد کې ټینګ و.
مبارک د ۲۰۱۱ کال په فبرورۍ کې له قدرته لیرې شو.
د مبارک په ۲۹ کلنه واکمنۍ کې په دې هېواد کې اضطراري حالت نافذ و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري په مصر کې وروستۍ شخړې د مصریانو ترمنځ د روغې جوړې پر هڅو یو ګذار وباله او له ټولو اړخونو یې وغوښتل چې؛ یو ګام شاته واخلي او د نورو وژنو مخه ونیسي:
"نننۍ پیښې د مایوسۍ وړ دي او هغه د مصر د سولې، روغې جوړې او واقعی ډموکراسۍ هیلې له خنډ سره مخامخ کوي.
مصریان که په حکومت کې دي یا له حکومته بهر دې ته اړتیا لري چې یو ګام شاته واخلي.
دوي ته پکار ده چې؛ وضعیت ارام کړي او د نورو وژنو مخه ونیسي.
موږ هم په کلکه په دې هېواد کې بیا د اضطراري حالت له نافذیدو سره مخالف یو او موږ د مصر له حکومت څخه غواړو چې د بشر د اساسي حقونو درناوی وکړي."
دا تراوسه نه ده څرګنده چې؛ ایا د امریکا متحده ایالات به په مصر کې د اعتراض کونکو په وړاندې د حکومت ځپونکو اقداماتو ته په پام سره په سیمه کې د خپل دې نژدې متحد په وړاندې اقدام وکړي او کنه؟
متحده ایالات له مصرسره په کال کې د شاوخوا یونیم میلیارډ ډالرو پوځي مرسته کوي او یوزیات شمیرپوځي مشرانو ته یې هم امریکا روزنه ورکړې ده.
د ترکیې د صدراعظم رجب تیپ اردوغان دفترپه مصرکې تشدد په دې هیواد کې د ډموکراسۍ پرهیلو یوګذار یاد کړ.
ایران هم خبرداری ورکړ چې؛ ممکن دغه وضعیت دا هېواد د کورنۍ جګړې لور ته بوځي.