په مصر کې د امنيتي ځواکونو او د لیرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي د پلويانو ترمنځ په اخ وډب کې د وژل شويو کسانو دقيق شمېر نه دی معلوم.
د اخوان المسلمين ډلې ادعاء کړې ده چې؛ د دوي پنځه سوه پلويان وژل شوي دي او زرګونو ټپيان شوي دي، خو حکومتي سرچينې دغه ارقام نه تاييدوي، د روغتيا وزارت ويلي دي چې؛ ديارلس تنه ژول شوي او نژدې اويا نور ټپيان شوي دي.
دغو شخړو د نړېوالو عکس العملونه پارولي دي.
اروپايي ټولنې له مصري چارواکو د زغم غوښتنه وکړه، د دغې ټولنې د بهرنيو اړيکو د مشرې کاټرين اشټن وياند مايکل مان وويل، په مصر کې وژل شويو او ټپي شويو کسانو ته خورا ډيره انديښنه پيدا شوې ده.
د جرمني د بهرنيو چارو وزير ګيودو ويسترويلي بيا د مصر له موقت حکومت او د مرسي له پلويانو وغوښتل چې د شخړو پر ځاي دې ستونزه د خبرو له لارې سره هواره کړي:
«موږ له ټولو سياسي قدرتونو غواړو چې بيا خبرو ته راوګرځي او مذاکره وکړي له تاوتريخوالي او تشدده ډډه وکړي. په مصر کې بايد نوره د وينو د بهيدو مخه ونيول شي. موږ له ټولو خواوو غواړو چې سياسي بهير ته داخل شي دا غوښتنه له ټولو سياسي قدرتونو کووو»
په اسلامي هيوادو کې بيا ايران په مصر کې ننۍ وژنه ډله ييزه وژنه وبلله او هغه يې وغندله.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وويل، ايران په مصر کې دغه سختې شيبې له نژدې څاري.
ايران خبرداري ورکړ چې دا ډول کارونه جدي عواقب لري.
بل لور ته قطر چې د لرې کړاي شوي ولسمشر محمد مرسي سخت ملاتړ کاوه، په مصر کې د اعتراض کوونکو ځپل وغندل.
د قطر د بهرنيو چارو وزارت له مصري چارواکو وغوښتل چې د سوله ييزو مظاهرو پر مهال له زوره کار وانخلي.
په اسلامي هيوادو کې بيا ترکيې له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې سمدستي د مصر د ډله ييزې وژنې د مخنوي لپاره راوړاندې شي.
د ترکيې صدراعظم رجب طيب اردوغان نن د ملګرو ملتو له امنيت شورا او عربي ټولنې وغوښتل چې سمدستي راوړاندې شي او په مصر کې د ډله ييزې وژنې مخه ونيسي. اردوغان زياته کړه چې د نړيوالو چوپه خوله پاتيدلو دې ته لاره هواره کړه چې په مصر کې چارواکي تشدد وکړي.
داسې خبرونه هم د مصر د پوځي سرچينو په وينا خپاره شوي دي چې په څو ساعتونو کې به ښايي په مرکز قاهره او د مصر په نورو ښارونو کې په ګرځيدو راګرځيدو بنديز ولګول شي.