د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۷

ولسمشر کرزي د انتخاباتو کميسيون ٩ غړي تاييد کړل


جمهور رییس حامد کرزی د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون نوي غړي وټاکل.

دا نهه کسان له هغو اوه ویشتو کسانو له ډلې څخه ټاکل شوي چې؛ یوې شپږ کسیزې کمیټې جمهور رییس ته ور پیژندلي و.

د حکومت د سیاسي اپوزیسیون ځینې ډلې وايي چې؛ په دې کسانو کې د ځینو یې په سیاسي بې طرفۍ شک لري خو بیا هم هیله من دي چې ښه کار وکړي.

جمهور رییس حامد کرزي یوه ورځ وروسته له هغې چې د غوراوي کمیټې د اوه ویشتو کسانو لست ور وسپاره، له دې لست څخه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون نهه نوي کمشران وټاکل.

د وزیرانو د شورا د چارو اداره وايي چې د انتخاباتو د کمیسیون د نویو غړو په ټاکلو کې د مسلکیتوب او قومي ترکیب په ګډون ټول لازم معیارونه په پام کې نیول شوي دي.

د چارو د ادارې مرستیال نجیب الله امین د نویو کمشنرانو د ټاکلو په اړه د جمهور رییس د حکم د اعلانولو په وخت وویل:

(د اوه ویشت کسانو له ډلې چې په لست کې و، د نهو کسانو لست یې د جمهوري ریاست يه فرمان کې موږ ته رارسیدلی دی، په دې ټاکنه کې البته هڅه شوې چې ټول معیارونه په پام کې ونیول شي، د کار سابقه، قومیت ، ولایت، تجربه، تحصیل او نور خصوصیات یې په پام کې نیول شوي .)

جمهور رییس عبدالرحمن هوتکي، سریر احمد برمک، محمد حسین ګرزیواني، محمد عزیز بختیاري، قاضي سلیمان حامد، ډاکتر احمد یوسف نورستانی، ګلالۍ اڅکزۍ، لیلا احراري او شریفه زرمتي وردګ د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د نویو کمشنرانو په توګه ټاکلي دي.

ښاغلي امین وویل چې دا نوي کمشنران به د لوړې له مراسمو وروسته په خپلې لومړنۍ غونډه کې خپل رییس، مرستیال او منشي ټاکي.

دا کسان د هغو اوه ویشتو کسانو له لست څخه چې د انتخاباتو د خپلوا ک کمیسیون د تشکیل او صلاحیتونو د نوي قانون له مخې د غوراوي د یوې شپږ کسیزې کمیټې له خوا ولسمشر ته معرفي شوي و، ټاکل شوي دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د اوسني رییس فضل احمد معنوي او ځینو کمشنرانو کاري موده د تیرو څو میاشتو راهیسې پای ته رسیدلې وه.

دکمیسیون ځینو اوسنیو غړو ویلي چې د دوی کاري موده نه ده بشپړه شوې ځکه خو باید خپلې دندې ته دوام ورکړي.

خو په نویو کمشنرانو کې له دوی څخه هیڅوک هم نشته.
بل خوا د حکومت د اپوزیسیون ځینې سیاسي ډلې د ځینو نویو کمشنرانو په بې طرفي او مسلکیتوب شک لري.

د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي ایتلاف ویاند سید اقا فاضل سانچاري په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

(که څه هم د ځینو دغو کسانو د بې طرفۍ او استقلال په اړه شکونه موجود دي، همداراز د عملي، حقوقي توانایي او کاري تجربې په اړه یې هم شکونه موجود دي، خو ځینې بیا هم ځینې ښې څیرې هم پکې لیدل کیږي.

فکر کوم د میکانیزم له مخې کار پای ته رسیدلی دی او جمهور رییس دا کسان ټاکلي دي، یوازې تمه لرلای شو چې دا کسان وکولای شي خپله دنده په سمه توګه ترسره کړي.)

په دې وروستیو کې افغان دولت د جمهور ریاست د ۲۰۱۴ کال د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخاباتو کې د چمتوالي چارې چټکې کړي دي.

په تیرې شاوخوا یوې میاشتې کې دانتخاباتو قانون او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د تشکیل او صلاحیتونو قانون د ملي شورا له خوا تصویب او ولسمشر توشیح کړي دي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG