د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

د کندهار ـ هلمند پر لاره په ترافيکي پيښه کې ٣٠ تنه مړه شوي دي


د کندهار ـ هلمند پر لويه لاره په ترافيکي پيښه کې ٣٠ تنه مړه او ۱۰ نور ټپيان شوي دي، پیښه دقیقا نن سهار ۶ بجې د کندهار د میوند ولسوالۍ په چوپان سیمه کې رامنځته شوې.

د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل ازادۍ رادیو ته وویل، چې د صدابهار افغان شرکت اړونده يوه ٣٠٣ موټر نن سهار وختي له لښکرګاه څخه کابل ته په لاره وو، چې د کندهار د ميوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې له يوه ټېلر موټر سره چې د سړک په غاړه ولاړ و جنګېدلى دى.

د فیصل په وینا په پیښه کې ۳۰ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي، چې د پوليسو له خوا د کندهار ميرويس روغتون ته انتقال شوي دي.

فیصل د پیښې علت بې احتیاطي بولي:

"نن سهار د هلمند څخه یو ۳۰۳ موټر کابل ته روان وو، چې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې يې د یوه ټیلر موټر سره ټکر کړی، په دغه پیښه کې تر ۳۰ زیات کسان وژل شوي او لس نور ټپیان دي."

د میرویس روغتون مسوولین وايي، چې دوی ته لس تنه ټپیان راوړل شوي چط د ډیرو يي روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.

بل خوا د پیښې عیني شاهدان وايې، چې د۳۰۳ موټر ډیری سپرلی تر ټکر وروسته په موټر کې د لګیدلي اور له امله په ژوندوني سوځیدلی او تر پیښې وروسته ټولو مسافرو د وتلو هڅه کول خو یوازې ۱۰ تن په دې توانیدلي چې ځان له موټره وباسي:

"موږ چې سهار له هلمنده حرکت را وکړ، موټر د ټیلر سره وجنګیدې موټر اور واخیستې یوازې یو کلکین وو، تر هغه موږ یو څو نفره را ووتو نورو ټولو نارې وهلې او مړه شول زما ورور په کې وو شهید شو."

د کندهار هرات او کندهار کابل پر لاره تل ترافیکي پیښې کیږي، چې علت تیز سرعت د موټر چلونکو بې احتیاطي او د لارو خرابوالی دی.

څو میاشتې مخکې د کندهار کابل پر لویه لار د غزني په مربوطاتو کې یوه ورته ترافیکي پیښه رامنځ ته شوې چې ۵۳ تنه په کې ووژل شول.

محمدصادق رښتینی
XS
SM
MD
LG