په شارجه کې د افغانستان د کرکټ پخواني کپتان ۱۱۲منډې جوړې کړي او د نوروز منګل له دغې سليزې سره افغان لوبغاړي وتوانيدل، چې سکاټلنډ ته په يوې ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړي.
سکاټلند په ټاکليو پنځوس اورونو کې ۱۹۹منډې جوړې کړې، چې په ځواب کې يې افغان لوبغاړو په ۳۳ اورونو کې د يوازې درې لوبغاړو له سوځيدو سره ۲۰۳منډې جوړې کړې او لوبه يې وګټله.
د افغانستان په توپ ويشتونکو کې نوروز منګل ۱۱۲ منډې وکړې، په ده پسې سميع الله شنيواري ۵۵ منډې جوړې کړې او محمد شهزاد ۱۹ منډې کړې وې او تر دوي مخکې سوځيدلي و.
د سکاټلنډ په لوبغاړو کې د پام وړ منډې د بيررينګټن ۵۱ منډې وې او همداراز د ميچان ۴۴ منډو افغان باولرانو ته سرخوږي پيدا کړي و خو د ګلبدين نايت باولنګ چې ۴ ساټلنډيان يې وسوځول پر دغه ټيم فشار راووست د دولت ځدراڼ دوې ويکټې او د حميد حسن دوې ويکټو هم د مقابل لورې پر بيټسمينانو فشار راوستي و.
د افغانستان په باولرانو کې کپتان محمد نبي سربيره پر دې چې د سکاټلنډ کوم کس اوټ نه کړ خو په اوو اورونو کې يې يوازې ۳۳ منډې مخالف لورې ته ورکړې.
د سکاټلند په باولرانو کې وارډلا د افغانستان دوه لوبغاړي وسوځول.
ټاکل شوې ده چې بله لوبه افغانستان بل سبا له سکاټلنډ سره په شارجه کې وکړي.