د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

یو میلیون افغان ځوانان د لوړ ولور له امله بې واده پاتي دي


د ښځو چارو وزارت چارواکي وايي، چې اوس مهال په افغانستان کې یو میلیونو داسې ځوانان شته چې د لوړ ولور له امله بې واده پاتې دي او ورځ تربله یې عمرونه لوړیږي.

د ښځو چارو وزارت مسلکي مرستیالې مژګان مصطفوي د یکشنبې په ورځ په کابل کې غونډې ته وویل، چې دغه په خپل ډول کې تاوتریخوالي دی:

"نن ورځ تاسې وینئ په لویو ښارونو کې په ځانګړې توګه په کابل ښار کې د واده کولو عمرونه لوړ شوي دي، په سلګونو، زرګونو او ان په میلیونو ځوانان د همدې مسالو له امله نه شي کولای چې کورنۍ جوړه کړي او واده وکړي دغه شی په اسلام کې نشته."

هغې زیاته کړه، چې اسلام، د افغانستان اساسي قانون، مدني او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لمنځه وړلو قانون کې ولور مطلق حرام ګرځېدلی دی.

د دې په وینا د افغانستان په قوانینو کې د ولور اخیستونکو ته د بند لس کلنه سزا ټاکل شوې ده.

میرمن مصطفوي زیاتوي، چې همدا رنګه د افغانستان په قوانینو کې ښځه په بدل کې ورکول او په جنس باندې پلورل هم له قانون نه سرغړونه بلل شوې ده.

د ښځو چارو وزارت چاوراکې وايي، چې د افغانستان په شمالي ځینو ولایتونو کې ان ولور تر یو میلیون افغانیو پورې رسیږي.

د افغان ښځو یو شمېر فعالانې وايي، ځینې پلرونه د دې لپاره چې په خپلې لور باندې ولور واخلي نو نجونې په کم عمر کې وده وي.

د ولسي جرګې وکېله او ښځینه فعاله شینکۍ کړوخیل وايي، چې په دې برخه کې مناسب قوانین لرو خو دولت یې په پلي کولو کې پاتې راغلی دي:

"د ښځو خرڅولو د ماشومانو وده ول، یو کس له څو ښځو سره ودونه کول همدا لامل دي، چې ښځې له مهر نه محروم دي همدا خرڅلاو دی چې ښځه تعلیم او تحصیل ته ادامه نه شي ورکولای، خرڅلاو دی چې په کورنیو کې تاوتریخوالی رامنځته کوي خرڅلاو دی چې اقتصادي او رواني ستونزې رامنځ ته کوي."

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت چارواکې وايي، چې په اسلام کې مهر شته چې د نجلۍ حق بلل کېږي او دا چې د ولور په نوم کومې پیسې اخیستل کېږي او د نجلۍ مور او پلار یې په جیب کې اچوي مطلق حرام دي.

د حج او اوقافو وزارت مرستیال کرامت الله صدیق ازادۍ راډیو ته وویل، چې په ۲۱ مه پیړۍ کې د ولور په نوم پیسې اخیستل جهل او ناپوهي ده:

"ولور په اسلام کې رسیمت نه لري دغه یو اضافي شی دی چې خلک هغه دولور اوطویانه په نومونو اخلي دغه دیني اواسلامي جنبه نه لري، د ولور اخیستل ناپوهي دی غلط کار دی چې په ۲۱ مه پیړۍ کې په افغان ځوانانو تحملیږي."

په کم عمر د نجونو ودېدل، په زور سره سپین ږیري او یا ځوان ته ودول، په ښځوباندې ولوراخیستل او یا په جنس او بدل ورکول دښځو له حقونو څخه سړغړونه اوهغوی سره تاوتریخوالی دی.

د ښځو چارو وزارت چارواکې وايي چې د پورته ذکرشویو عملونو په وړاندې به دفیس بوک، د ګرد میزونو او دغونډو په جوړلو سره په همدې برخه کې دمقالو اوشعروپه جوړولو سره مبارزه وکړي.

ترڅو دراتلونکې فیبرورۍ میاشتې دنړۍ دیوبیلیون انسانانو په ۱۶ ورځني کمپاین لپاره تیارۍ نیولي دي چې په نړۍ کې دښځینه فعالانو له خوا برابریږي تیاری نیول دي

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG