د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې له بیلابیلو کورنیو مسایلو سربیره د امریکا د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو هم مطالب خپاره کړي دي.
په دې اړه سرنوشت ورځپاڼې یو مطلب تر دې سرلیک لاندې لیکلي؛ افغانان د اوباما او پاکستانیان د رامني پلویان دي.
ورځپاڼې لیکلي کله چې بارک اوباما واک ته ورسیده نو د ډیورڼد له کرښې آخوا یې په قبایلي سیمو حملې زیاتې کړي، ځکه پاکستانیان د رامني پلویان دي.
سرنوشت لیکلي، که جمهوريت غوښتونکی مېټ رامني واک ته ورسیږي؛ ممکن ایران ته خپله توجه زیاته کړي او په دې توګه افغانستان اغیزمن شي.
خدمتګار ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي، هر څوک چې د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات وګټي، د افغانستان مساله به بیا هم ورته د یوستونزې په توګه پرته وي.
ورځپاڼې لیکلي که څه هم دواړه کاندیدان به فکر کوي؛ چې د افغانستان جګړه نوره مخ په ختمیدو ده، خو په حقیقت کې دغه جګړې نوره هم پيچلې شوې ده.
خدمتګار په یوه بل مطلب کې د افغانستان د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو په اړه د ملي ایتلاف د رییس ډاکتر عبدالله عبدالله نظر راخیستی؛ چې ویلي یې دي، راتلونکې انتخابات به هم له درغلیو ډک وي.
ویسا ورځپاڼې په یوه مطلب کې د افغانستان د انتخاباتو په اړه د حزب اسلامي وسله والوې مخالفې ډلې نظر راخیستی دی.
په مطلب کې د حزب اسلامي د یوه مسوول غیرت بهیر له قوله راغلي؛ که د افغانستان د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات په شفافه توګه ترسره شي، نو حزب اسلامي به هم خپل کاندید وړاندې کړي.
د ویسا ورځپاڼې سرمقاله د افغان حکومت د هغې پریکړې په اړه ده چې ویلي یې دي؛ په افغانستان کې د بحران د نړیوالې ډلې د فعالیتونو د بندیدو په اړه غور کیږي.
په سرمقالې کې راغلي، چې افغانستان بهرنیانو ته د انټرکټیکا په ځیر ځای ښکاري او پرته له قید او شرطه ورته راځي او خپل اهداف په کې پلي کوي.
هیواد دولتی ورځپاڼې خپله سرمقاله له اداري فساد سره د مباررې په اړه لیکلې.
ورځپاڼې لیکلي، په حکومتي ادارو کې اداري فساد، د ادارو ترمنځ نه همغږۍ او له صلاحیته ناوړې ګټې اخیستل په هیواد کې د بې ثباتیو اصلي عوامل دي.
هیواد لیکلي له فساد سره د مبارزې لپاره یوه مهمه مساله د څارنوالانو او قاضیانو امنیت دی. ورځپاڼې لیکلي څارنوال او قاضي باید د خپل امنیت له پلوه دومره ډاډمن وي چې دوسیې پرته له ویرې وڅیړي.
د محور ورځپاڼې د یوه مطلب سرلیک دی، "په کابل کې د غلو بانډونه"
محور لیکلي په دې وروستیو کې د کورونو او موټرو غلاوې زیاتې شوي دي او حتی په یوشمیر پیښو کې کسان په رڼا ورځ لوټل شوي دي.
ورځپاڼې په دې اړه د کابل ښار د څو تنو اوسیدونکو نظرونه هم راخیستي؛ چې ویلې دي، په ښار کې دې د پولیسو ګزمې زیاتې شي او د غلو د بانډونو پر ضد دې جدي عملیات او اقدامات وشي.