د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

د ریالو ټيټېدلو د هرات پر ګمرکي عوایدو منفي اغېز کړى


د هرات د ګمرګ مسوولان وايي، د امریکايي ډالرو پر وړاندې د ایراني ریال ټیټیدو د ګمرک پر عوایدو منفي اغیز کړی دی. دا اندیښنې تر دې حده جدي شوي، چې په هرات کې تاجرانو په ایراني ریال باندې له معاملو لاس اخیستی.

په ایران کې د ریال د ارزښت بې ساري ټیټدو له امله په هرات کې د ګمرک د مسولانو په وینا د دوی په عوایدو کې په سلو کې لس کموالی راغلی دی.

د هرات د ګمرک رییس خلیق اله وايي، پر ایران نړیوالو بندیزونو په هرات کې د ګمرک عواید هم زیانمن کړې دي. د هرات د ګمرک رییس په داسې حال کې دا خبرې کوي؛ چې راپورونه وايي، ایران ته د امریکايي ډالرو او ایرو انتقال زیات شوې دي.

د هرات والي داود شاه صبا وايي، د امریکایي ډالرو بدلول په ریال منل کېږي؛ خو په دې ټینګار کوي، چې دا پیسې په فزیکي توګه د پولو له لارې ایران ته نه تیریږي.

اوس نو په هرات بازار کې د ریال د ارزښت له ټیټیدو سره معاملې په امریکايي ډالرو کېږي او تاجران خپل مالونه په امریکايي ډالر خرڅوي.

د ایراني پیسو ټیټیدل اوس د هرات د اوسیدونکو یوه لویه اندیښنه ده. په دې لړ کې ډیر شمېر کورنیو خپل اولادونه چې په ایران کې په کار بوخت دي بېرته خپل هیواد ته بللی دي.

دې مسالې په داسې حال کې د خلکو اندیښنه راپارولي، چې ریال اوس د څومیاشتو مخکې غوندې ارزښت نه لري. په هرات کې د صرافي د لوی بازار، خراسان مارکېټ صرافان وایي، چې خلک د تیرو ورځو په نسبت د ریال اخیستو ته زیات لیوال نه دي.

په هرات کې د صرافانو د اتحادیې مشر ازادي راډیو ته وویل؛ چې یو شمیر صرافانو ډیر تاوان کړي دي.

د اسلام کلا د سرحدي سیمې له لارې ایران ته د پیسو انتقال په داسې حال کې ډیر شوی؛ چې څو ورځي مخکې د څلورم سرحدي زون د قومانداني مسولان ایران ته د یو لک او څلویښت زره ییرو د انتقال په تور ونیول شول.

افغانستان له ایران سره تقریبا نهه سوه اتیا کېلومتره ګډه پلوه لري؛ چې تقریبا دوه سوه کېلومتره یې په نسبتي توګه د دولتي امنیتي ځواکونو تر کنترول لاندې ده.
XS
SM
MD
LG