د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۸

د وزلوبې ځوانان


د بزکشي ځوانان (Buzkashi Boys) په نوم فلم امریکايي یوه فلم جوړونکي سام فرنچ جوړ کړی او د فلم کیسه یې د مارتین دسموند روی (Martin Desmond Roe) سره یوځاى لیکلې ده .

د وزلوبې يا بزکشي ځوانان فلم د کابل ښار د دوو اوسیدونکو ځوانانو کیسه کوي چې د بزکشي سره مینه لري . فلم ټول پر دې مینه راڅرخي.

دا فلم ټول په افغانستان کې ډک شوی دی او د دې هیواد سینما ته چې د تیرو لسیزو په جګړو کې په شدت ځپل شوې ، یو بل امکان ورکوي چې نړیوال لیدونکي او مینوال پيدا کړي.

امریکايي فلم جوړونکی (سام فرنچ ) په افغانستان کې د مستندو فلمونو په جوړولو کار کوي وايي چې په نوره نړۍ کې د افغانستان په اړه د جنګ خبرې کیږي او غربي لیدونکي د دې هیواد ټول واقعیتونه نشي کتلای:

هغه څه چې دلته ګورو ، په غرب کې د افغانستان په اړه نندارې ته نه وړاندې کیږي. [دافغانستان په اړه ] خبرونه د بمونو او چاودنو دي خو هغه افغانان چې زه يې دلته پيژنم او راته ګران دي یوازې د چادري او بمونو کیسې نه کوي”

د بزکشي ځوانان (Buzkashi Boys) په فلم کې د افغاني سینما فواد احمدي ، ولي تلاش او جوانمرد پاییز مرکزي رول لري.

سلیم شاهین چې په کابل کې د فلم جوړولو دوه شرکتونه لري ، وايي چې په افغانستان کې د سینما وضعیت ځکه نه دی ښه چې مارکیټونه، بهرنیو فلمونو ډک کړي دي.

کیداي شي چې دا فلم د اسکار د جایزې لپاره کاندید شي.
XS
SM
MD
LG