وروسته له هغې چې په نیمروز کې وروستیو بریدونو په لسګونو کسان ووژل او ګڼ شمیر نور یې ټپیان کړل ، د نیمروز چارواکو وویل یو شمیر هغه بریدکوونکي چې دوی نیولي د ایران اوسیدونکی دي او دا بریدونه په ایران کې پلان شوي وو .
په نیمروز کې له خونړیو بریدونو وروسته چې تر شپږدیرشو زیات کسان یې ووژل او تر یوسلو لسو زیات نور یې ټپیان کړل د دې ولایت د امنیې قومندانی مرستیال جنرال عبدالرحیم وویل ددې برید کوونکو درې نور ملګري چې ژوندي نیول شوي وايي چې دوی له ایران څخه راغلي دي.
خو ایران له دا ډول بریدونه په وسیله افغانستان کې کوم اهداف ترلاسه کول غواړي؟
د ولسي جرګې غړی احمد بهزاد وايي که دا بریدونه په ایران کې تنظیم شوي هم ضروري نه ده چې تر شا دې د ایران د حکومت لاس وي.
نوموړی په دې برخه کې په سیمه کې د ایراني بلوڅ وسلوالو موجودیت ته اشاره وکړه:
”زه فکر کوم چې د انتخاري بریدونو او یا د طالبانو سره د همکارۍ په تړاو د ایران د اتباعو نیول کیدل خامخا په دې معنی نه دي چې د ایران حکومت په دې کې ښکیل دی . ځکه ایراني بلوڅان د ایران له حکومت سره هم په ځینو مواردو کې په جګړه بوخت دي . خو که هر څه وي په دې برخه کې د افغان حکومت چوپتيا د اندېښنې وړ ده”
خو د افغانستان د سیمه ایزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال بیا وايي چې اوس په افغانستان کې د ځینو وسلوالو ډلو سره د ایران اړیکې بیخي ثابتې دي. نوموړی زیاتوي ایران پوهیږي چې وسلوال طالبان نور په افغانستان کې هسې واک ته نه شي رسیدلی چې ایران ته ګواښ پېښ کړي او کولای شي همدا وړیا ځواک د خپل ستر دښمن یعنې امریکا په خلاف وکاروي .
له ښاغلي لیوال څخه مې وپوښتل چې ایران په افغانستان کې کوم داسې اهداف لري چې غواړي د تر لاسه کولو لپاره یې د حکومت له مخالفو وسلوالو سره مرسته وکړي او هغوی دا ډول بریدونه ته وهڅوي، په ځانګړي توګه که ایران د نیمروز وروستي بریدونو کې لاس ولري نو هدف به یې څه وو؟
ایران نیمروز د خپل نفوذ سیمه ګڼي د هلمند او بو مسله هم مهمه ده خو تر دې ټولو لوی هدف یې له داسې کړنو دادی چې غواړي خپل ستر دښمن (امریکا) په افغانستان کې چیلنج کړي .
د لیوال په وینا په دې ورځو کې د جنجالي اتومي پروګرام او په سوریه کې د ایران د لاس وهنې له کبله دا هیواد د لویدیځ په ځانګړې توګه د امریکا له فشار سره مخ دی . او له بده مرغه ایران غواړي ددې فشار ځواب په افغانستان کې وړکړي .
د افغانستان په روانو ناکراریو کې د ایران د لاس لرنې په اړه تر دې مخکې هم ځینې پېښې یادې شوي دي او ځینو سیمه ایزو چارواکو خپل غږ پورته کړی دی.
خو د افغانستان د ولسي جرګي استازی احمد بهزاد په دې برخه کې د ولسمشر حامد کرزي حکومت پړ بولي چې دده په وینا تل یې په دې برخه کې د ایران دفاع کړې:
”دا موضوع مخکې هم په لويدیځو ولایتونو کې د سیمه ایزو افغان چارواکو او ان په مرکز کې یو شمیر امنیتي لوړرتبه چارواکو یاده کړي چې ایران د افغانستان په ناکراریو کې لاس لري . خو له بده مرغه تر اوسه پورې ولسمشر کرزي په دې برخه کې کوم غوڅ او څرګند دریځ نه دی خپل کړی”
احمد بهزاد زیاتوي لوړ رتبه چارواکي په دې برخه کې د افغانستان د ملي ګټو د په پام کې نیولو پرځای خپلې شخصي ګټې مهمي ګڼي .
ښاغلي بهزاد د ایران د حکومت له خوا لوړو پوړو افغان چارواکو ته د پیسو ورکولو مسئله چې څه موده مخکې رسنیو راپورته کړې وه یاده کړه او ویې له بده مرغه همدا ددې سبب شوې چې افغان چارواکي پر وخت د خپلې خاورې دفاع ونه شي کړی .