د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۱۲

ملي امنيت ١٥ کسان د جاسوسۍ په تور ونيول

د ملي امنيت رئيس ښاغلى نبيل
د ملي امنيت رئيس ښاغلى نبيل
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریس رحمت الله نبیل وایي، د هیواد په بېلابېلو دولتي ادارو کې ایران او پاکستان ته د جاسوسۍ په تور یې پنځلس کسان نیولي دي.

نبیل چې نن یې د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته وینا کوله دا یې هم وویل، په نیول شویو کسانو کې څو تنه ریسان هم شامل دي:

موږ وکړاى شول له دولتي ادارو څخه پنځلس کسان چې په ځینو مواردو کې د ریسانو په سطحه وو ونیسو. یو شمېر دې کسانو، د پاکستان آی ایس آی او یو شمیر نورو یې ایران ته جاسوسي کوله”.

ښاغلي نبیل ونه ویل چې نیول شوي کسان په کومي ادارې پوري مربوط دي.

د ملې امنیت رئیس دغه راز وویل، د هغو۳۵۰ تنو ایراني او پاکستاني اتباعو مخه یې نیولې چې غوښتل یې له جعلي تذکرو سره د ملي پوځ لیکو ته داخل شي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG