ټاکل شوې، چې د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د نړېوالې ادارې دا پینځه کسیزه ډله به له ایراني مقاماتو سره د دې هېواد د لانجمن اټومي پروګرام په اړه دوه ورځنۍ خبري ترسره کړي.
خو رویترز خبري اژانس د دیپلوماټانو په حواله وايي، چې په کېدونکو خبرو کې د کوم لوی پرمختګ تمه نه کېږي.
د ملګرو ملتونو د دغه پلټونکو یو تن يې ایران تر روانیدو دمخه په ویانا کې وویل، فکر نه کوي چې تهران به له دوي هغه ډول چې لازمه ده، همکاري کړي.
د ملګرو ملتونو یوه بل پلټونکې هرمن نیکایرټس بیا له ایراني مقاماتو سره د خپلو خبرو په اړه هیله مند دی،هغه وايي:
"موږه هیله مند یو، چې په ایران کې به څو ښې او ګټورې ورځې ولرو.دا په یقني توګه هغه جذبه ده چې له مخې مونږ ایران ته ځو.
موږ هیله مند یو، چې له دې سفر وروسته به مشخصې نتیجې ولرو."
خو د دغو خبرو اترو نتیجه به په خاطر هم مهمه وي، چې یا به د لویدیځ او ایران ترمنځ شخړه نوره هم پراخه کړي او یا به د موجوده شخړې د کمولو لپاره زمینه برابره کړي.
د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ پلټونکې په داسې حال کې ایران ته تللي، چې دغه هېواد بریتانیا او فرانسې ته د خامو تیلو صادرول بند کړي دي.
خو اروپايي ټولنه وايي چې د تهران دا پریکړه به دا اتحادیه د تیلو د کمښت له ستونزې سره مخ نکړي.
اروپايي ټولنه وايي د راتلونکو ۱۲۰ ورځو د ضرورت لپاره د تیلو کافي ذخیره لري.
بل لورته د امریکا د پوځ مقامات وايي د ایران پر ضد د پوځی اقدام احتمال لا له وخت نه مخکې ده،د متحده ایالاتو د ګډو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارټین ډیمپسي ویلي:
"دا لا نه ده روښانه چې ایران به اټوم بم جوړ کړي او کنه،زما په فکر دا به له وخت نه مخکې خبره وي چې ووایو پر ایران د برید د پریکړې وخت رسیدلی دی."
ایران د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسولې کاترین اشتون ته تیره ونۍ یو لیک استولی چې په کې په ویل شوي تهران به په کېدونکو خبرو کې نوي پیشنهادونه وړاندي کړي.
د رویترز خبري اژانس په وینا د ایران دغه اقدام ته په کتنه لویدیځ د تازه خبرو اترو نتیجو ته یو څه خوشبینه دی.