د سوريې د بشري حقونو د څار ټولنې د راپور له مخې، د دغه هېواد په شمالي ولايت ادلب کې له پوځ څخه د تښتېدلو سرتېرو او حکومتي عسکرو ترمنځ جګړې شوې دي.
دغې ادارې چې مرکزي دفتر يې په لندن کې دى ويلي، د ولسمشر بشارالاسد رژيم ته وفادارو ځواکونو د جګړې په بهير کې له درنو وسلو په کار اخيستو د خلکو شخصي کورونه په نښه کړل، دغه جګړه د دوشنبې سهار وختي پيل شوه.
ادلب ولايت له پوځ څخه د تښتېدلو يا فراري سرتېرو په مرکز بدل شوى، دغه فراري پوځيان هڅه کوي چې د حکومت له فشارونو څخه د خلاصون لپاره ګاونډي هېواد ترکيې ته واوړي.
بله خوا په جنوبي ولايت درعا کې د پوځ د تښتېدلو سرتېرو يوې ډلې د دوشنبې په ورځ پر يوه بس موټر چې حکومتي امنيتي ځواکونه يې لېږدول بريد وکړ، چې د بشري حقونو د څار د ډلې په حواله ګڼ کسان يې ټپيان کړل. خو کومې خپلواکې سرچينې د دوشنبې د ورځې په شخړو او ناکراريو کې د تلفاتو ارقام په رسمي ډول نه دي تاييد کړي.
د بشري حقونو دغه ډله وېره لري چې د پوځ د تښتېدلو او برحاله حکومتي سرتېرو ترمنځ د جګړو او شخړو زياتوالى به سوريه د يوې کورنۍ جګړې خوا ته بوځي.
د سوريې له پوځ څخه تښتېدلو سرتېرو د سوريې د خپلواک پوځ په نامه يوه پوځي ډله جوړه کړې چې پر حکومتي اهدافو يې بريدونه پيل کړي دي.
ملګري ملتونه اټکل کوي چې د مارچ له مياشتې راهيسې پر پيل شويو مظاهرو د حکومت په فشارونو کې شا و خوا ٤٠٠٠ کسان وژل شوي دي. دغه مظاهره چيان د ولسمشر بشار الاسد ليرې کېدل غواړي او لا پايته نه دي رسېدلي، پرون حُمص ښار ته نژدې په سلګونو کسان په مظاهره راووتل.
د سوريې حکومت تور لګوي چې د ولسشر پر خلاف دغه پاڅونونه د جنايتکارو وسلوالو ډلو له لوري شوي، چې عرب او لوېديځ هېوادونه يې مالي مرسته کوي.
که له يوې خوا په سوريه کې دغه شخړې روانې دي، د دوشنبې په ورځ په دغه هېواد کې تر سختو امنيتي تدابيرو لاندې د ښارواليو انتخابات پيل شول.
دغو انتخاباتو ته ٤٢ زره او ٨٨٩ کسانو ځانونه کانديد کړي چې د دغه هېواد په کچه تر ١٧ زره زياتو څوکيو لپاره په مبارزه بوخت دي. په داسې حال کې چې اپوزيسيون له دغو انتخاباتو بايکاټ اعلان کړى، اټکل کېږي چې د انتخاباتو د ګډونوالو شمېر لږ وي، ځکه زيات خلک د روان تاوتريخوالي له کبله نه شي کولاى په دغو انتخاباتو کې برخه واخلي.