د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۹

امریکا،بریتانیا اوکاناډا پر ایران د اټومي پروګرام له امله نوي بندیزونه ولګول


د امریکا متحده ایالاتو، انګلستان او کاناډا د ایران د اټومې پروګرام پر ضد نوي بندیزونه اعلان کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیري هیلیري کلنټن وویل، دا نوي بندیزونه په ایران ، د دغه هېواد په مالي منابعو او غیر قانوني فعالیتونو باندې یو مهم فشار دی.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ایران د تیلو او طبیعي غاز په سکتور باندې د بندیزونو د پراختیا لپاره یو عاجل اجرائیوي امرلاسلیک او صادر کړ.

د ایران د رژیم د بودیجې په سلو کې اویا برخه د تیلو او غاز له خرڅلاو څخه تمویلیږي.

واشنګټن دغه راز د یولسو کسانو نومونه په هغه لیست کې ور زیات کړل چې شتمنۍ او کمپنۍ یي قیدیږي او له دغو کسانو او کمپنیو سره هر ډول راکړه ورکړه غیر قانوني اعلان شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیري هلیري کلنټن وویل، ایران د خپلو پطرولي محصولاتو زیاته برخه د تصفیه کولو په مقصد استعمالوي او دا صنعت یي له بندیزونو سره مخامخ شوی دی:

“ جمهور رئیس بارک اوباما یو اجرائیوي امر لاسلیک کړی او د لومړی ځل لپاره یي په خاص ډول، د ایران د پطرولې محصولاتو صنعت په نښه کړیدی. دا صنعت د ایران د صادراتو مهمه منبع ده او د بندو شویو وارداتو تامنیونکې دی”.

د امریکا د متحده ایالاتو د خزانې وزیر تیموتي ګیتنر وایي، د ایران مالي سکټور د پیسو سپینولو اندیښنې رامنځ ته کړي او په دې توګه واشنګټن د ایران مالي سکتور په نښه کړی تر څو له دې درکه دا هېواد نور هم ګوښه شي.

ګیتنر وایي، د نړۍ بانکونه او کمپنۍ باید له ایران سره د سوداګرۍ او راکړې ورکړې د خطرونو په اړه زیات فکر وکړي:

“ که چیري تاسي د نړۍ په هرځاي کې یوه مالي موسسه لرۍ او د ایران له مرکزي بانک او یا نورو ایراني بانکونو سره چې د هیواد په داخل او یا بهر کې فعالیت کوي، هر ډول مالي راکړه ورکړه وکړۍ، نو تاسي د ایران د غیر قانوني فعالیتونو ملاتړ کوۍ. ددي هیواد د اټومی وسلو، له تروریزم څخه د ملاتړ، د مالي موسسو د اغفالولو او له بندیزونو څخه د سرغړونو له خطر سره به مخامخ شۍ”.

د امریکا د متحده ایالاتو د خزانې وزیر د ایران د مرکزي بانک پر ضد د اقداماتو کول رد نه کړل،دې بانک ته د ایران د تیلو زیاتې پیسې داخلیږي.

د نړېوالې اټومې انرژۍ د موسسې مشر یوکېا امانو وایي، د اعتبار وړ شواهد موجود دي چې ایران د اټومي وسلو د پراختیا هڅه کړې او پدي اړه ددي هیواد ځینې هڅې ممکن دوام ولري.

تهران د ملکرو ملتونو د اټومي څارنې د موسسې راپور رد کړی او هغه یي بي اساسه بللی دی. ایران وایي، اټومی پروګرام یي د سوله اېزو مقصدونو لپاره دی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند رامین مهمانپرست د سه شنبې په ورځ په تهران کې وویل، دا بندیزونه یو ډول پروپاګنډ او روحیاتې جګړه ده او زیات اغیز به ونلري.

روسیې هم د امریکا، انګلستان او کاناډا د انوي بندیزونه غندلې او وایي، په ایران باندي دا بندیزونه د زغم وړ ندي او عیر قانوني دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، دا بندیزونه به
له ایران سره د خبرو او ډیالوګ فرصت له منځه یوسي.

ملګرو ملتونو د ۲۰۱۰ کال د جون میاشتې راهیسي پر ایران باندې څلور ځلې بندیزونه لګولې خو د دغه هېواد د اټومې فعالیتونو مخه یي نده نیولي.

لویدیځو هیوادونو ژمنه کړې چې د مسکو او پیکنګ له ملاتړ پرته به په ایران باندي نور فشارونه هم واچوې.

د انګلستان د خزانې وزیر ویلي، دي هیواد د لومړی ځل لپاره د ایران له ټول بانکې سکټور سره اړیکې شلولې او د ایران له مرکزي بانک سره به په راکړې ورکړې بندیز هم پکې شامل وي.

کاناډا هم اعلان کړی چې د ایران د مرکزي بانک په ګډون به ددي هیواد له ټولو مالي موسسو سره راکړه ورکړه بنده کړي.

فرانسه وایي، په ایران باندي باید بندیزونه نور هم پراخ شي تر څو تهران د خپل اټومې پروګرام په اړه خبرو ته غاړه کېږدي. پاریس وړاندیز کړی چې د ایران د تیلو پلورل باید بند شي.

ډپلوماټان وايي، اروپایي اتحادیه به د ډسمبر په لمړۍ نیټې د وزیرانو په غونډې کې د ایران پر ضد خپل دریځ اعلان کړي.
XS
SM
MD
LG