د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد او د پاکستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني پرون په تهران کې په خپلو خبرو کې د تروريزم پر ضد په جګړه کې د پراخې هماهنګۍ غوښتنه وکړه.
د ايران د ولسمشر په ويب پاڼه کې د احمدي نژاد له قوله ليکل شوي چې ده ګيلاني ته وويل:
«له تروريزم سره مبارزه د حکومتونو او هيوادونو ترمنځ يووالي او همغږۍ ته اړتيا لري.»
د پاکستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني وويل، دواړه ګاونډيان به د نژدې همکاريو او هماهنګيو له لارې د تروريزم پرضد د مبارزې لپاره اغېزمن ګامونه واخلي.
ايران او پاکستان په وروستيو مياشتو کې دوه اړخيزې اړيکې زياتې کړي او د دواړو هيوادونو چارواکي د يوبل هيواد ته منظم او پرله پسې سفرونه کوي.