د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۳۲

ايران: د ټوني بلېرڅرګندونې کوم ”اهميت نه لري“


ټوني بلېر
ټوني بلېر
د ايران حکومت، د بريتانيا د پخواني صدراعظم هغه څرګندونې بې اهميته وبللې چې ويلي يې دي، په ايران کې د رژيم بدلون به د ټولې سيمې په ګټه وي او که ايران اټومي وسلې جوړې کړي، دا مسئله به ټوله سيمه بې ثباته کړي.

د فارس خبري اژانس په حواله، ايران پرون وويل چې د ټوني بلېر هغه څرګندونې کوم اهميت نه ورته لري، چې د ايران پرضد يې کړي دي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند رامين مهمانپرست وويل:

”بلېر په داسې موقف کې نه دى چې د ايران په باب دا ډول څرګندونې وکړي او د هغه دا خبرې موږ ته کوم اهميت نه لري“.

د جمعې په ورځ ټوني بلېر، د بريتانيا چاپ ټايمز ورځپاڼې سره په مرکه کې په ايران کې د رژيم د بدلېدو غوښتنه وکړه، خبردارى يې ورکړ، که ايران د اټومي وسلو د جوړولو توان پيدا کړي، دا مسئله به ټوله سيمه بې ثباته کړي.

لوېديځ قدرتونه پر ايران شک لري چې له خپل اټومي پروګرام څخه د اټومي وسلو په جوړولو کې استفاده کوي، خو ايران دا تورونه ردوي او وايي دغه پروګرام يې سوله ييز هدف لري.

تېره اوونۍ امريکا، بريتانيا، فرانسې او جرمني ايران د ملګرو ملتونو له بنديزونو په سرغړونې تورن کړ او ويې ويل چې دغه هېواد له دغو تحريمونو سره- سره د بالستيک توغنديو له ټکنالوژۍ څخه کار اخلي.

د اسوشېټېډ پرېس اژانس وايي، دغو څلورو هېوادونو د بالستيک توغنديو په برخه کې د ايران د سرغړونې راپور د امنيت شورا هغې کمېټې ته ورکړى، چې پر ايران د بنديزونو د څار مسووليت لري.

ټوني بلېر په خپله مرکه کې تهران، په عراق او افغانستان کې د شخړې په غزولو کې په مرستې تورن کړ.

د بريتانيا پخواني صدراعظم، چې دا مهال د منځني ختيځ لپاره د سولې استازى دى، په خپله مرکه کې وړاندې ويلي:

”په تهران کې د رژيم بدلون به ډېر ژر ما د ټولې سيمې په باب خوشبين کړي“

خو د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند بيا د خپلو خبرو په دوام وويل، ټوني بلېر ته په کار ده چې د نورو هېوادونو په باب له مداخلې د ډکو څرګندونو پرځاى، د خپلې صدراعظمۍ پر مهال د غلطو پاليسيو په باب خبرې وکړي.
XS
SM
MD
LG