راپورونه وايي، چې ایراني پولیسو پرون په تهران کې د هغه مظاهره چیانو سره نښتې کړي دي، چې په دې هېواد کې د ولسمشرۍ د تیرې دورې لانجمنو انتخاباتو د دوهمې کلیزي په مناسبت راټول شوي وو .
یو مظاهره کونکي د ازادۍ راډیو د فردا څانګې ته وویل، چې د اپوزیسون ډیرو ملاتړو د پولیسو تر څارلاندې لاریون وکړ.
د اپوزیسون یوې ویب پاڼې ویلي پولیسو هڅه وکړه، چې په یوه سیمه کې مظاهره چیان خواره کړي، خو مظاهره چیان څو ځایه راټول شوي وو .
د اپوزیسون ملاتړي وايي، د مظاهرو پر مهال د اپوزیسون ګڼ ملاتړي نیول شوې دي او پولیسو دکانونو، تیاترونو او سینماګانو ته امروکړ چې له وخته د مخه دې وتړل شي څو د زیاتو خلکو د راټولیدو مخه ونیول شي .
د ۲۰۰۹ کال د ایران د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې چې ولسمشر محمود احمدي نژاد په کې د دویمې دورې لپاره کاندید شو، د درغلیو ادعاوې هغه مهال هم د دې لامل شوي چې زرګونه خلک لارو او کوڅو ته راووځي .
هغه مهال دې مظاهرو میاشتې دوام وکړ او د حکومت له خوا سختې وځپل شوې .
د ایران د اپوزیسیون ویب پاڼو راپور ورکړ، چې پیژندل شوی خبریال او د بشري حقونو فعال رضا هودا صابر چې دوه کاله مخکې د جمهوري ریاست لانجمنو انتخاباتو په وړاندې راپورته شویو اعتراضونو کې نیول شوی و، تیره ورځ د زړه د حملې له امله مړشو.
د صابر د زړه دریدو علت د هغه له خوا د ډوډۍ نه خوړلو اعتصاب بلل شوی چې له لسو ورځو راهیسې یې پیل کړی و.
صابر چې د پنځوسو کلونو شاوخوا عمریې درلود، د ۲۰۰۹ کال له اعتراضونو مخکې هم بندي شوی و.