کابل د پنجشنبې په ورځ په سیمه کې د درې ګاونډېو هېوادونو(افغانستان، ایران او تاجکستان) د خطاطۍ د ښکلي هنر، د دوهم نندارتون کوربه و.
مسئولینو وویل، دا نندارتون کولای شي چې په سیمه کې د دې هنر په پراختیا او د درې واړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګ پر شریکولو مثبته اغیزه وکړي.
دا نندارتون د کابل په باغ بابر کې د ایکو یا د سیمي د هېوادونو د اقتصادي او فرهنګي همکارېو د سازمان ، د هنري څانګې په مرسته پرانیستل شوی او تریوې اونۍ پورې به پرانیستی وي.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سیدمخدوم رهین د نندارتون د پرانیستلو پر مهال زیاته کړه:
"دا د ایکو د سازمان لومړی فعالیت نه دی، له نیکه مرغه دا سازمان توانیدلی چې د فرهنګ اوهنر په برخه کې لویه برخه واخلي او هیله ده چې دا سازمان د فرهنګونو په پیژندنه او پراختیا کې نوره ونډه هم واخلي. "
له دې مخکې ورته نندارتونونه، د تاجکستان د دوشنبې په ښاراو د نوروز په ورځو کې د افغانستان د مزارشریف په ښارکې هم پرانیستل شوی و.
د ایکو د سازمان د فرهنګي څانګې مسئول ډاکتر ایوبي د نندارتون د اهمیت په هکله داسې وویل:
"د ایکو فرهنګي سازمان د هنر لویه پانګه او ګنج لري چې هغه هنر دی، موږ چې د دې پانګې خاوندان یو، نو ولې یي ژوندی ونه ساتو؟
زموږ برلاسی په وسلو، اقتصاد او سیاست کې نه بلکه په هنر کې دی."
په کابل کې د افغانستان، ایران او تاجکستان د خطاطۍ د ښکلي هنر د پرانیستلو په مراسمو کې ګڼ شمېرافغان، ایراني او تاجکي فرهنګیانو او د خطاطۍ مینه والو ګډون کړی و.
افغان خطاط سلمان علي خوشنودي چې، د خط نمونې یي په نندارتون کې ایښودل شوې وې، د دې هنر په پراختیا کې یي د مسئولینو په نه پاملرنه نیوکه وکړه ښاغلي خوشنودي زیاته کړه:
"د ښکلي لیک د هنر پیدایش همدغه جغرافیایي چاپیریال یعنې د خراسان سیمه ده، خو په افغانستان کې د یو لړ ناوخوالو له امله دغه هنر زیان ولید او ورته پاملرنه ونه شوه، بیا هم هیله مند یو چې د ایکو سازمان ورته پاملرنه وکړي. "
افغان خطاطان وایي، دې هنر د امویانو په دوره کې زیات پرمختګ کړی او د مینه والو شمېر یي هم مخ په زیاتېدو و.
د ایکو سازمان چې، د جنوبي اسیا هېوادونه یي غړي دي، هڅه پیل کړې ده چ دا او دې ته ورته نور ښکلي هنرونه یو ځل بیا را ژوندي او هېوادونه یو د بل له فرهنګي او هنري ارزښتونو څخه خبر کړي.
په پام کې ده چې، دا سازمان په نږدې راتلونکي کې په ایران کې د افغان کډوالو د هنري اثارو ورته یو نندارتون هم پرانیزي.
ددې نندارتون د نورو عکسونو د لیدلو لپاره دا لنک کیکاږﺉ.
origin-pa.azadiradio.org/photogallery/5367.html
راپور: خان محمد(سیند) کابل