د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

فیفا:د انتخاباتو کمیسیون باید د خلکو قناعت ترلاسه کړي


د افغانستان د ازادو اوعادلانه انتخاباتو د بنسټ مسئول جانداد سپین غر
د افغانستان د ازادو اوعادلانه انتخاباتو د بنسټ مسئول جانداد سپین غر
په افغانستان کې د ولسي جرګې د انتخاباتو د راېو د لومړنیو نتایجو د اعلان وروسته دا شکایتونه راپورته شول چې، د غزني ولایت په څوارلسو ولسوالیو کې انتخابات نه دي ترسره شوي.

دې ستونزې ته په دې وروستیو کې، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم اشاره وکړه او ویي ویل چې د افغانستان د انتخاباتو او د شکایتونو کمیسیونه دی، په دې برخه کې جدي قانوني هلې ځلې پیل کړي او که چېرې د کوم کاندید یا کاندیدانو حق تر پښو لاندې شوی، هغه دی ورکړل شي.

په دې هکله د فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ وویل، سربیره دې چې د شکایتونو کمیسون، په دې وروستیو کې چې کوم اقدامات کړي، په ځینو کې یي قانون نه دی مراعات شوی او هیله ده چې، اړوند کمیسیونونه د انتخاباتي بهیر شفافیت ته د دوي هڅې نورې هم جدي کړي،په دې هکله د افغانستان د ازادو اوعادلانه انتخاباتو د بنسټ مسئول جانداد
سپین غر وویل:

(د ولسمشر دا پوښتنه یوه څه ځواب شوې، خو بیا هم درې واړو ادارو ته پکار ده چې نورې څیړنې پرې هم وشي تر څو د یو قوم حق هم تر پښو لاندې نه شي.)

د فیفا مسئول زیاته کړه، د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون په ځینو سیمو کې د رایو په سلګونو صندقونه قرنطین او مشکوک ګڼلي او د راېو بیا شمېرنه یي، د کاندیدانو د استازېو له موجودیت پرته ترسره کړې ده.

ښاغلي سپین غر دا هم وویل چې، د انتخاباتو خپلواک کمیسون د دوي په یوې خبري ناسته کې وویل چې، په ټول هېواد کې څلور میلیونو او پنځه لکو تنو په انتخاباتو ګډون کړی دی ، خو په دې تازه وختونو کې یي ویلي چې په انتخاباتو کې پنځه میلیونو او پنځه لکو ګډون کړې، چې دا موضوع هم یوه پوښتنه ده او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون یي باید ځواب کړي،د ازادۍ راډیو دا پوښتنه د انتخاباتي شکایتونو له کمیسیون سره داسې شریکه کړه:

(که ان یو تن یا ډیر وي او د درغلیو تور پرې لګېدلی وي او پرې ثابته شی، هیڅکله به هم د قانون له منګلو خلاص نه شي او پاتې هر ډول پوښتنې هم ځوابیږي.)

کابل نن سبا هره ورځ د ولسي جرګې د هغو کاندیدانو د اعتراضیه غونډو شاهد وي چې، په انتخاباتو کې پاتې راغلی دی.

دوي په مسلسله توګه دا وایي چې د انتخاباتو په بهیر کې پوره درغلۍ شوي او د شکایتونو د اورېدلو کمیسیون دې ورته ژر تر ژره د حل لارې ولټوي.

خو د انتخاباتی شکایتونو کمیسیون وایي، په انتخاباتو کې د هر ډول درغلیو څیړنه کیږي، دا څیړنه لا روانه او وروستې پایلې یي لا اعلان شوي نه دي.

راپور: خان محمد(سیند )
XS
SM
MD
LG