د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون دغو کاندیدانو ته پنځه ورځې وخت ورکړی، چې له ځانه دفاع وکړي.
د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون ویاند او غړي احمد ضیا رفعت وايي د 120 کاندیدانو او د دوي د ځینو پلویانو په اړه ورته نوي شکایتونه رسېدلي چې د سږ کال په انتخاباتو کې یې درغلی کړي دي:
“96 کاندیدان چې په درغلیو او سرغړونو تورن دي د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له خوا او 24 کاندیدان د امنیتي ځواکونو له خوا، چې جعلي کارتونه یې په انتخاباتو کې په خپله ګټه کار کړي، د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ته ورپېژندل شوي دي.”
د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون چارواکي وايي، تورن کاندیدان له کابل، بلخ، بدخشان، جوزجان، سرپل، وردګ، پکتیا، فاریاب، هرات، کندهار، ننګرهار، غزني، خوست، پکتیکا، بغلان، غور، نورستان، بادغیس، لوګر، کندز، هلمند، فراه، کونړ او کوچیانو څخه دي.
تر دې پخوا هم د ولسي جرګې د انتخاباتو 175 کاندیدان د درغلیو او سرغړونو په تور د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ته ورپېژندل شوي وه.
همدارنګه د انتخاباتي شکایتون کمېسیون د رايي ورکونې د 33 محلونه رايي په هرات، بلخ، کابل او خوست ولایتونو کې د سرغړونو په اساس باطلې اعلان کړې، رفت وړاندې وویل:
“د رايی ورکونې د 33 محلونو رايې، د بلخ، کابل، خوست، بادغیس او هرات ولایت په انتخاباتي حوزو کې د جدي سرغړونو په اساس باطلې پېژندل شوي دي.
هغه څوک چې په دغو پرېکړو قانع نه وي، د دغه اعلان تر خپرېدو 3 ورځې وروسته دي د استناف غوښتنه وکړي.”
نوموړي په دغو انتخاباتو کې د ځینو هغو کاندیدانو نومونه هم یاد کړه چې په درغلیو او سر غړونو تورن وه.
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د معلوماتو له مخې، تر اوسه ورته 5300 شکایتونه ورسېدلي او د شکایتونو اخیستلو نېټه د یکشنبې په ورځ تر غرمې وروسته پای ته رسېدلې ده.
تر اوسه د انتخاباتي شکایتونو کمسیون 1790 شکایتونه څېړلي دي او د شکایتونو څېړلو پر دغه بهیر د سست والي له امله انتقادونه کیږي.
راپور-- معصوم میوند- کابل