د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون، د ولسي جرګې اوه تنو کاندیدانو ته چې رایي یي په دې وروستیو کې باطلې ګڼل شوي دي، درې ورځې وخت ورکړی دی چې که پر شوي پریکړه قناعت نه لري نو استیناف ته دې د دوي غوښتنلیکونه وسپاري.
د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون غړي ضیا رفعت د پنجشنبې په ورځ د هېواد په لسو ولایتونو کې، د پنځه پنځوس محلونو د راېو د باطلېدو اعلان وکړ، خو دا یي ونه ویل چې په دې محلونو کې څومره رايي باطلې ګڼل شوي دي، ښاغلي رفعت د هغو کاندیدانو نومونه چې رايي یي باطلې شوي دي، داسی یاد کړل:
(د تخار په ولایت کې د ریيس عبدالباقي رایې په دوه محلونو کې، د قاضي کبیر رایي په یوه مرکز کې، د سید اکرام رایي په دوه محلونو کې، د عبدالواحد رایي په څلورو محلونو کې، د قاضي محمدکریم رایي به یوه مرکز کې، د عبدالجبار رایي په یوه محل کې او د سبحان قل رایي په یوه محل کې، دا کاندیدان کولای شي د قناعت د نه کولو په صورت کې استناف ته مراجعه وکړي.)
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وایي چې، سربېره پر دې د هېواد په مختلفو سیمو کې د څه باندې درې سوو محلونو رايي د انتخاباتي سرغړونو له امله هم باطلې ګڼل شوي دي.
ضیا رفعت دا هم وویل چې، د لوګر په ولایت کې د انتخاباتي شکایتونو اته تنه کار کوونکي چې، د اتنخاباتو په بهیر کې یي درغلی کړې وې، د شپږو کلونو لپاره له دندو لېرې کړای شول.
ویل کیږي چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې په لسګونو تنه نور هم په مختلفو انتخاباتي درغلیو تورن شوي دي، ښاغلي رفعت وویل چې، د نورو دوسیو څیړل لا روان دي:
(دهغو کاندیدانو د دوسیو په څیړلو بوخت یو چې، د امنیتي ځواکونو او د انتخاباتو د کمیسیون له خوا پرې د انتخاباتو په بهیرکې تور لګیدلې دی.
دوي ته د دفاع فورمې ورکړل شوي دي، کله ډکې شوي او کمیسیون ته وسپارل شوې، هغه بیا څیړو او د وروستی نتیجې دمخه به یي ورته اعلان کړو .)
تر دې دمخه د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ویلي و چې، د ولسي جرګې یو سلو پنځه اویا کاندیدان چې د انتخاباتو په بهیرکې په درغلیو تورن و، ور پیژندل شوي و.
ښاغلي رفعت ازادۍ راډیو ته دا هم ویلي چې، د انتخاباتي درغلیو په تور یو شمېر نور کاندیدان هم تورن شوي دي، خو خلک وایي، د انتخاباتو د کمیسیون په تازه خپور شوي ابتدایي لست کې د هغو کاندیدانو نومونه هم لیدل کیږي چې د دولت له لوړ پوړو چارواکو سره خپلوي او یا نږدې اړیکې لري.
راپور:خان محمد(سیند)